حماس غورځنګ د غزې اوربند په اړه تضمین غوښتی

حماس غورځنګ د غزې اوربند  په اړه تضمین غوښتی نړۍ

په داسې حال کې چې غزه کې د جګړې نږدې ۲۱ میاشتې ووتې د اسرائیلو له لوري د فلسطیني وګړو د قتل عام پایله کې د شهیدانو شمېر نږدې ۵۷ زره کسانو ته رسېدلی.
رویټرز خبري اژانس وايي، د اسرائیلو شدید بریدونه بې له ځنډه دوام لري او نن ورځ ۵۹ فلسطیني وګړي شهیدان شوي.

همدې روانې جګړې په دوام د اوربند هڅې پیل شوې او تازه حماس جهادي غورځنګ ته نږدې سرچینې ویلي، دغه غورځنګ د اوربند په اړه تضمین غواړي.

راپور کې راغلي، چې د امریکا له لوري حماس ته اوربند طرحه وړاندې شوې او په دې اړه د نهايي پرېکړې په موخه اسرائیلي چارواکي تر جمعې ورځې پورې په تمه دي.

سرچینه وايي، که چېرې حماس له دغې طرحې سره هوکړه وکړي نو اسرائیلي پلاوی به د دې تړون لپاره غیري مستقیمو خبرو کې برخه واخلي.
اژانس وايي، د امریکا له لوري وړاندیز شوې د اوربند طرحې لپاره د خبرو پیلولو ځای لا نه دی روښانه شوی.

یاده دې وي، چې د امریکا له لوري وړاندیز شوې دې طرحه کې ۶۰ ورځې اوربند او له حماس څخه د پاتې ۵۰ بندیانو خوشې کېدل شامل دي چې له ډلې یې ۲۰ ژوندي دي.

تړلي موضوعات