حماس جهادي غورځنګ: د اوربند وړاندیز په اړه مو سلا مشورې دوام لري

حماس جهادي غورځنګ: د اوربند وړاندیز په اړه مو سلا مشورې دوام لري نړۍ
حماس جهادي غورځنګ سلا مشورې مو دوام لري


د حماش جهادي غورځنګ ویلي، د امریکا له لوري غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند په اړه یې سلا مشورې پیل کړې، څو اشغال پای او د بشري مرستو رسول په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

یاد غورځنګ ویلي، د خبرو اترو تر پای ته رسېدو وروسته به خپله وروستۍ پرېکړه له منځګړو سره شریکه کړي.

مصر او قطر د تېرې اونۍ په اخیر کې د امریکا له لوري د اوربند وړاندېز شوې طرحه له حماس سره شریکه کړې.

تر دې وړاندې حماس جهادي غورځنګ ته نږدې سرچینې ویلي و، دغه غورځنګ د اوربند په اړه تضمین غواړي.

یاد غورځنګ ویلي، دوی د یوې داسې طرحې غوښتونکي دي، چې له مخې یې جګړه پای ته ورسېږي او اشغالګر ځواکونه په بشپړه توګه له غزې ووځي.

بل‌خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا چې حماس د اوربند له هوکړې سره موفقه کړې یا نه تر راتلونکو ۲۴ساعتونه به معلوم شي.

یاده دې وي، چې د امریکا له لوري وړاندیز شوې دې طرحه کې ۶۰ ورځې اوربند او له حماس څخه د پاتې ۵۰ بندیانو خوشې کېدل شامل دي چې له ډلې یې ۲۰ ژوندي دي.

تړلي موضوعات