دوحې ناسته کې د نشه یي توکو پر وړاندې د ا.ا مبارزه ستایل شوې

دوحې ناسته کې د نشه یي توکو پر وړاندې د ا.ا مبارزه ستایل شوې افغانستان
انځور ارشیف

کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د دوحې وروستۍ ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې برخه کې تازه ژمنې ورکړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، د ملګرو ملتونو په مشرۍ دغې دوه ورځنۍ ناسته کې د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې هرکلی وشو او هېوادونو ژمنه وکړه، چې دې برخه کې به له اسلامي امارت سره همکاریو ته دوام ورکړي.
قطر کې د یوناما په مشرۍ دوه ورځنۍ غونډه کې د ۲۹ هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

تړلي موضوعات