اسلامي امات د خپلو ارګانونو له لوري د محمود شاه حبیبي د نیولو ادعا رده کړه

اسلامي امات د خپلو ارګانونو له لوري د محمود شاه حبیبي د نیولو ادعا رده کړه افغانستان
انځور ارشیف

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د ا.ا.ا د امریکا هغه تورونه په کلکه ردوي چې د محمود شاه حبیبي په نوم د یو افغان د نادرکه کېدو تور یې د افغانستان د استخباراتو پر عمومي ریاست لګولی.

 ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د اسلامي امارت مربوطه ارګانونو د حبیبي د کورنۍ د عریضې په اساس په ټولو اړوندو ادارو کې پلټنه کړې، خو هیڅ داسې نښه نه ده تر سترګو شوې، چې نوموړی دې د اسلامي امارت اړوند کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.

 اعلامیه کې راغلي، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د منظور شویو شرعي قوانیو په بنسټ د اسلامي امارت ټول ارګانونه مکلفیت لري چې نیول شوي کسان په خپل مشخص وخت قضایي ارګانونو ته وسپاري.

 اعلامیه کې راغلي، اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په حیث دې ته اړتیا نلري کوم کس چې د جرم شک ورباندې کېږي ونیسي او بیا یې پټ وساتي.

 له دې وړاندې یو شمېر امریکایي چارواکو ادعا کړې، چې امریکایي تابعیت لرونکی افغان، محمود شاه حبیبي د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

تړلي موضوعات