د اذربایجان بهرنیو چارو وزارت: کابل سره اړیکې باکو ته ځانګړې دي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاکټر محمد نعیم، د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د گډ سفر په لړ کې، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال النور محمدوف سره کتلي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لیکلي، کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنگ، پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث کړی.
محمدوف افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینگښت، د مخدره موادو پر ضد مبارزه او د اداري فساد لهمنځه وړلو برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې او زیاته کړې ده، چې اذربایجان له افغانستان سره اړیکو ته ځانگړی ارزښت ورکوي.
د سرچینې په خبره، ناسته کې ښاغلي محمد نعیم د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي وبللې او زياته يې کړه, چې د متقابلو گټو پر بنسټ باید دا اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.