افغان او چیني چارواکو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي کابل کې د چین د سینکیانګ ولایت له مرستیال سرمنشي ښاغلي ژاؤ چاو او مل پلاوي سره وکتل.
بهرنیو چارو وزارت وايي، ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او چین تر منځ د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، د متقابل باور پر بنسټ د همکاریو پراختیا، او همداراز په اقتصادي، ترانزیتي او سوداګریزو فرصتونو پر ارزونه او پراخولو یې هر اړخیز بحث وکړ.
ناسته کې ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.
د سرچینې په خبره، چینايي لوري د افغانستان د امنیتي وضعیت او د سیمهییز اتصال لپاره د دغه هېواد د موقعیت ستاینه وکړه، او د سینکیانګ او افغانستان ترمنځ د اقتصادي مناسباتو د پراخېدو لپاره یې د ګډو پروژو او فرصتونو پر ارزونې چمتووالی وښود.