د ایکو سازمان راتلونکې ناسته دې کابل کې ترسره شي
د افغانستان ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ایکو سازمان غړو هېوادونو کډونوالو ته کابل ته د راتګ بلنه ورکړې.
اقتصادي مرستیال یادې سرمشریزې ته ویلي، د اقتصادي همکاریو سازمان«ایکو» ۱۸مه سرمشریزه دې کابل کې ترسره شي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، د دې ناستې ترسره کېدو ته بشپړ چمتووالی لري او د ګډونوالو هېوادونو تود هرکلی کوي.
ښاغلي برادر په خپلو خبرو کې ویلي، تېرو تجربو ښودلې، چې د ایکو سازمان په چوکاټ کې همکاري کولی شي، د سوداګرۍ پراختیا، مالیاتي نظامونو ښه والي او د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همغږۍ لپاره مناسبې زمینې برابرې کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د فلسطین ولس ملاتړ کړی او پر هغوی یې د روان ظلم د ژر تر ژره د درېدو غوښتنه کړې.
د ایکو سازمان ۱۷مه سرمشریزه نن جمعه د یاد سازمان د غړو هېوادونو په ګډون د اذربایجان په کوربتوب پیل شوه.