ملاعبدالغني برادر اخوند: ایکو سازمان غړي دې د روسیې په څېر د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت درک کړي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ایکو سازمان ۱۷مې سرمشریزې ته په وینا کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست په پایله کې د روسیې له لوري په رسمیت وپېژندل شو، چې د دې اقدام هرکلی کوو.
ملا عبدالغني برادر اخوند د ایکو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت درک کړي او د ورسیې په څېر دي د رسمیت پېژندنې په لور عملي او مثبت ګامونه واخلي.
ملا برادر ویلي، افغانستان د اصولو پر بنسټ د پرمختګ، همکارۍ او سیمه ییز اتصال برخه کې فرصتونه رامنځته کړي او هڅه کوو چې د ایکو سازمان هېوادونو سره د ګډو اقتصادي، فرهنګي او ستراتیژیکو پروژو له لارې دا فرصتونه عملي کړو.
نوموړي زیاته کړې، د ایکو سازمان سرمشریزه د غړو هېوادونو ملتونو ترمنځ د سیمه ییزې همکارۍ، متقابل تفاهم او پرمختګ لپاره یوه مهمه او د هیلو روښانه نښه ده.
د یادونې ده، چې د اقتصادي همکاریو سازمان«ایکو» ۱۷مه سرمشریزه د لسو غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړ پوړو چاراکو په ګډون پیل شوه.