المان د کډوالو ستنېدو برخه کې ا.ا سره مخامخ خبرې غواړي
الجزېرې ټلوېزیون د خبر په بنسټ، د جرمني کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت هڅه کوي د کډوالو ستنولو کې اسلامي امارت سره مخامخ خبرې وکړي.
نوموړي له الماني فاکس مجلې سره په مرکه کې ویلي، چې له اسلامي امارت سره د خبرو کولو لپاره درېیم ګړي ته اړتیا ده.
هغه ټینګار کړی، چې د کډوالو بېرته ستنېدو برخه کې د اسانتیا برابرېدو په موخه باید له افغان حکومت سره هوکړې وشي.
یاده دې وي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې اسلامي امارت له ټولو هغو هېوادونو چې د افغان کډوالو ستنېدو لړۍ یې پیل کړې ورته د اسانتیاوو برابرولو برخه کې پوره چمتوالی نیولی، چې عام خلک او راستنېدونکي یې د یوه با مسؤلیته حکومت له کړنو بولي.