حماس د امریکا له لوري په وړاندیز شوي اوربند غور کوي
رویټرز خبري اژانس وايي، په غزه کې د حماس جهادي غورځنګ د امریکا له لوري په وړاندیز شوي اوربند غور کوي.
غزه کې د روانې نسل وژنې ملاتړی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اسرائیلو د ۶۰ ورځني اوربند شرایطو سره موافقه کړې او په حماس یې غږ کړی، چې له دې طرحې سره موافقه وکړي.
سرچینه وايي، یاد غورځنګ ته دغه طرحه د مصر او قطر له لوري رسېدلې ده.
حماس په خپره کړې اعلامیه کې پرون چهارشنبه ویلي، دوی د یوې داسې موافقې غوښتونکي دي، چې له مخې یې جګړه پای ته ورسیږي او اشغالګر ځواکونه له غزې ووځي.
یاد غورځنګ ته د امریکا له لوري وړاندیز شوې د اوربند طرحه داسې مهال وړاندیز کیږي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۳۰ زیات فلسطیني وګړي د اسرائیلو له لوري په شهادت رسېدلي دي.