قطر کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې غونډې پای؛ ا.ا مبارزه ستایل شوې

قطر کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې غونډې پای؛ ا.ا مبارزه ستایل شوې نړۍ

د افغانستان کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په قطر هېواد کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې غونډه پای ته رسېدلې ده، چې په کې د اسلامي امارت مبارزه د مخدره توکو پر وړاندې ستایل شوې او د مرستو ژمنې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، چې دغه غونډه د يوناما تر مشرۍ او د قطر هېواد په کوربتوب جوړه شوې وه، چې د نړۍ د ۲۹ هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت استازو هم په کې ګډون کړی وو.

نوموړي زیاته کړې، چې په ياده غونډه کې د مخدره توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې، د بديل معيشت رامنځته کولو او د معتادينو د ساتنې او درملنې په برخو کې مهم بحثونه وشول.

د مفتي قانع په خبره، چې دې غونډه کې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ، د تجربو تبادلې او ګډو هڅو د پياوړتيا په موخه هم هر اړخيزې خبرې اترې ترسره شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې دې غونډه کې د مخدره موادو د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت هڅې، کوښښونه او مبارزه د ګڼو هېوادونو لخوا ستایل شوې او د ستاینې سربېره دهېوادونو لخوا د مرستو او همکارۍ بشپړې ژمنې هم وشوې.

تړلي موضوعات