پي کې کې ګوند د وسلو تسلیمېدو لړۍ پیلوي

پي کې کې ګوند د وسلو تسلیمېدو لړۍ پیلوي نړۍ
انځور ارشیف

د ترکیې واکمن ګوند یا AK، چې په ۲۰۱۷ م کال کې یې رجب طیب اردوغان هم مشري کړې وايي، د کردستان کارګرانو ګوند «PKK» وسله وال ځواکونو به راتلونکو څو ورځو کې خپلې وسلې حکومت ته تسلیم کړي.

د کردستان کارګرانو دغه ګوند چې مشر یې عبدالله اوجالان دی، شاوخوا څلور لسیزې د حکومت په ضد جګړه کړې، چارواکو یې تېره مۍ میاشت کې د منحل کېدو او مبارزې د پای پرېکړه اعلان کړه.

د رویټرز خبري اژانس د خبر په بنسټ، د واکمن ګوند ویاند عمر چلیک پرون سه شنبه د خبرو په مهال د وسلو تسلیمېدو ورځ مشخص نه کړه خو ویلي دي، چې راتلونکې ورځې به ترکیه کې له تروریزم څخه د خلاصون لپاره ډېرې مهمې وي.

د پي کې کې ګوند یوه چارواکي اژانس ته ویلي، که هرڅه د پلان سره سم ترسره شي ممکن راتلونکې اونۍ د وسلو تسلیمېدو لړۍ پیل شي.

د کردانو دا ګوند چې په ۱۹۸۴ کال کې یې د ترکیې حکومت په ضد جګړه پیل کړه په لومړیو کې یې موخه د کردانو لپاره خپلواک حکومت جوړول و، تر دې دمه دغو جګړو کې د ښکېلو خواوو له ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي.

تړلي موضوعات