پنټاګون اوکرایین سره د دفاعي توغندیو مرستې وځنډولې
پوليټیکو امریکايي رسنۍ ته باوري سرچینو ویلي، چې د امریکا دفاع وزارت زېرمو کې د وسلو کمښت له امله له اوکرایین سره د ځینو دفاعي او رهبري شویو توغندیو مرستې وځنډېدې.
ټاس خبري اژانس چې دغه خبر خپور کړی د یادو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، دا مرستې وروسته له هغې وځنډول شوې چې د یوې سروې له مخې د امریکا په زېرمو کې د توغندیو کمښت په اړه اندېښنې راپورته شوې.
اژانس وايي، کله چې د پولیټیکو همدې راپور په اړه، چې د امریکا زېرمو کې مهمات کم شوي له چارواکو سره د تبصرې غوښتنه وشوه هغوی وویل، چې د امریکا وسله وال ځواکونه د هر ډول ګواښ په وړاندې په دفاعي او مدرن وسلو بشپړ سمبال دي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې پر اوکرایین بریدونو ته زور ورکړی او تازه یې د یوه بل ښار نیولو ادعا کړې ده، په همدې موخه اوکراییني چارواکو له خپلو ملاتړ غوښتي چې دفاعي برخه کې یې ملاتړ زیات کړي.