ډونالډ ټرمپ: حماس باید د ۶۰ ورځني اوربند وروستی وړاندیز ومني
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د غزې نسل وژنه کې د صهیونیستي رژیم اصلي ملاتړي له حماس جهادي غورځنګ غوښتي، غزه کې دې د امریکا ۶۰ ورځني اوربند وروستي وړاندیز سره هوکړه وکړي.
ټرمپ تېره ورځ ویلي، ټاکل شوې دغه وړاندیز به د قطري او مصري منځګړو په وسیله له حماس سره شریک شي.
نوموړي زیاته کړې، اسرائیلو د دې هوکړې له شرایطو سره چې د بندیانو تبادله په کې شامل دي هوکړه کړې چې دا د جګړې د پای لپاره تر ټولو ښه موقع ده.
ټرمپ همداراز ګواښ کړی، چې د یاد وړاندیز د ردېدو په صورت به د حماس لپاره شرایط نور هم سخت شي.
تر دې وړاندې اشغالګر رژیم د حماس د خلع سلاح کولو غوښتنه کړې وه، هغه غوښتنه چې د حماس له سخت غبرګون سره مخ شوه خو اوس ولیدل شي چې د امریکا نوي وړاندیز ته به د حماس غبرګون څه وي.