د افغانستان بانک تازه ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري
د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې غواړي سبا چهارشنبه د محرم الحرام میاشتې په ۶مه نېټه د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.
یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کړې، چې په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي تر څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک ویلي، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک دغه ۱۵ میلیونه ډالر د هېواد په بازارونو کې د افغانیو د ارزښت ساتنې په موخه د یوې داوطلبۍ له لارې لیلاموي.