افغان قونسل د هند د بندرونو نړېوال شرکت رئیس سره کتلي

افغان قونسل د هند د بندرونو نړېوال شرکت رئیس سره کتلي سوداګرۍ او اقتصاد

په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ سرپرست دوکتور اکرام الدین کامل د هند د بندرونو نړېوال دولتي شرکت (IPGL) تنظيمه رئيس او د چابهار بندر عملیاتي مسؤل سنيل مُکندن سره کتلي دي.

ممبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ پر اېکس ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغان سوداګرو پر لوژیستیکي، عملیاتي او اداري ستونزو او ممکنه حل لارو خبرې کړې او په دې برخه کې پر ځانګړې دوه اړخیزه ناسته ټینګار او هوكړه شوې.

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ افغانستان او هند هڅه کوي، چې د سوداګرۍ او ټرانزېټ کچه ورځ تر بلې لوړې کچې ته پورته کړي، چې دې کې چابهار بندر د دواړو هېوادونو د لیوالتیا لومړی بحث دی.

تړلي موضوعات