ملاعبدالغني برادر اخوند: اسلامي امارت له لوري د ټاپ پروژې لار نقشه وروستۍ شوې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند اذبایجان کې د ایکو سازمان غونډې څنډه کې د ترکمنستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره کتنه کې په ګډو مهم اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې.
اقتصادي معاونیت خبر ورکړی دې کتنه کې ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، د اسلامي امارت له لوري د ټاپ پروژې لار نقشه وروستۍ شوې او پوره هڅه کوي چې افغانستان کې د یادې پروژې چارې له کوم خنډ او ځنډ پرته پر مخ لاړې شي.
ملاعبدالغني برادر اخوند د کابل او عشق اباد ترمنځ د اړیکو په موخه پلازمېنه عشق اباد کې د سفیر او ماري کې د جنرال قنسل کچې ته د اسلامي امارت د ډيپلوماټیکو اړیکو لوړېدل مهم بللي.
ښاغلي برادر د دواړو هېوادونو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره کابل او عشق اباد کې د سوداګریزو خونو او بانکې څانګو پر پرانېستل کېدو او افغان سوداګرو ته د وېزو ورکړي برخه کې د اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کړی.
نوموړي زیاته کړې، د کانونو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، خدمتونو، سیمه ییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت برخو کې د دواړو هېوادونو یو ځای کار کول به په اقتصادي ثبات، پراختیا او شېرازۍ کې ګټور رول ولري.
بلخو د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر یاده کتنه کې ویلي، تل یې په نړېوالو سټېجونو کې د افغانستان ملاتړ کړی.
رشید مرادوف ویلي، هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د سیاسي اړیکو ترڅنګ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخېدو برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي.
نوموړي له افغان لوري غوښتي، د ټاپ پروژې مسیر تفصیلي نقشه دې له ترکمنستان سره شریکه کړي، څو پاتې تخنیکي او تطبیقي چارې یې نهایي شي.
د ملاعبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي افغان پلاوی د ایکو سازمان غونډه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته تللی.