اسلامي امارت غواړي اذربایجان له لارې ترکیې ته ډبرو سکاره صادر کړي

اسلامي امارت غواړي اذربایجان له لارې ترکیې ته ډبرو سکاره صادر کړي سوداګرۍ او اقتصاد

د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي ملا عبدالغني برادر اخوند د اذربایجان پلازمېنه باکو کې د دې هېواد د لومړي وزیر علي اسدوف سره کتنه کې ویلي، افغانستان غواړي د اذربایجان له لارې ترکیې ته د ډبرو سکاره صادر کړي، چې په دې برخه کې له تاسو د همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوو.

د اسلامي امارت د دې غوښتنې په ځواب کې ښاغلي علي اسدوف ویلي، چې موږ د اذربایجان له لارې ترکیې ته د افغانستان ډبرو سکرو د لېږد او ټرانزېټ ملاتړ کوو.

د دې ترڅنګ د اذربایجان لومړي وزیر د کانونو د اکتشاف او استخراج، د نوې کېدونکې انرژۍ، د اوبو مدیریت، کرنې میکانیزه کولو او د اورګاډي پټلۍ په برخو کې له افغانستان سره د تجربو شریکولو، پانګونې او همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ افغان پلاوی د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو)په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه باکو ته په رسمي سفر تللی دی.

تړلي موضوعات