غزه کې د روغتیا وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴۴ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو له لوري د بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰ فلسطینیانو جسدونه او د ۲۸۴ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.
الجزیرې انګلیسي څانګې د یاد وزارت د معلوماتو په اساس وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راپدېخوا د شهیدانو شمېر ۵۴ زره ۳۸۱ تنو ته لوړ شو.
د راپور په څنډه کې راغلي، له یادې مودې راهیسې بیا د ټپیانو شمېر ۱۲۴ زره او ۵۴ تنه ته لوړ شوی دی.
سرچینه وايي، وروستي بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو کې شوې او ژغورونکي ټیمونه لا هم په دې برخه کې بوخت دي.
دغه بریدونه داسې مهال شوې چې تازه اسرائیلو د امریکا له لوري د غزې اوربند سره موافقه کړې ده.