د ژمني مرضونو کورنۍ درملنه

د ژمني مرضونو کورنۍ درملنه طبي او روغتیايي

د  ژمي په رارسېدو سره معمولا ټوخی او زکام هم رامنځته کیږي، چې لوی لامل یې د هوا سړوالی یا یخ کېدل بلل کیږي. که مو ټوخی کاوه، یا مو پوزه بهېده او یا مو ستوني درد کاوه، نو دا د دې نښه ده چې ناروغه یاست.

ددې پر ځای چې له کیماوي داروګانو استفاده وکړئ، ښه داده چې د لېمو، نارنج او د مڼې له اوبو استفاده وکړئ.
له تړمو اوبو استفاده هم درسره مرسته کوي چې د بدن مایعات مو پوره شي. له یخو اوبو استفاده مو ناروغي او په ځانګړي توګه د ستوني درد نور هم زیاتوي.

که مو د وجود سي وټامین پوره وي، د وجود مقاومت به مو هم ډېر وي. ښه داده: مخکې تر دې چې ناروغه شئ، باید د وجود مقاومت مو ډېر وي. دا چې په اوس وخت کې انار، مڼه یا سیب او نارنج پرېمانه او ارزان دي نو؛ ښه داده چې سر له اوسه او هم د ناروغۍ پر مهال له نوموړو مېوو زیاته استفاده وکړئ. دا مېوې په پرېمانه توګه د سي وټامن سرچینې دي.

که مو په وس پوره وه، د غوښې ښوروا یا سوپ هم ډېر ګټور دی چې د وجود اوبو مو پوره وساتي.
د تړمو مالګینو اوبو غرغره هم درسره مرسته کوي چې د ستوني درد مو راکم کړي او ستونی مو صاف کړي.
د ګرمو اوبو د تاو یا بخار استنشاق هم ګټور دی. دا کار په پوزه کې د رامنځته شوي التهاب یا پړسوب مخنیوي کوي او د ټوخي پر وخت پر ټټر یا سینه فشار کموي.

تړلي موضوعات