د ذهني تېزوالي ساتلو لپاره له اتو خويونو بايد ډډه وکړئ
د عمر له ډېرېدو سره د عقل يا ذهن تېزوالي ساتل له ذهني تمرينونو ور هاخوا نور څه هم غواړي، ځکه ځينې عادتونه کولی شي د وخت په تېرېدو ادراکي وړتياوې کمزورې کړي.
ځينې ځانګړې چارې شته، لکه د ذهني چيلنجونو له پامه غورځول يا غير صحي روټين کې ښکېلېدل؛ چې عقلي فعاليت او تمرکز زيانمن کړي.
کوم خلک چې غواړي خپل ذهن له دې ستونزې وساتي؛ اته خويونه بايد پرېږدي، چې Blog Herald وېبپاڼې د متخصصينو له خولې رانقل کړي دي.
۱. له يوې ډېرې دندې
په يوه وخت کې له يوې د ډېرو دندو ترسره کول ذهني تېزوالی او تمرکز له منځه وړي، متخصصين وايي د دندو ډېروالی ښايي د انسان تر ټولو بد دښمن وي. د انسان دماغ په يوه وخت کې د څو دندو ترسره کولو لپاره جوړ نه دي.
يو ناسم پوهاوی چې خلک په کې اخته دي، دا دی چې په يوه وخت څو دندې ترسره کول ذهني وړتيا ته وده ورکوي، خو رښتيا دا ده چې خبره د دې برعکس ده او دا چاره تشويشونه، تېروتنې او د يادښت ستونزې راولاړوي.
۲. د سکرينونو مخې ته شپې رڼول
د شپې تر ناوخته يا له نيمې شپې وروسته د موبايل، کمپيوټر يا بل کوم سکرين مخې ته شپې رڼول ذهني تمرکز او ادراکي وړتياو ته تاوان پېښوي.
په ډېر عمر کې د شپې تر ناوخته د سکرينونو مخ ته د ناستې او په راتلونکې ورځ کې د فکر کولو د کيفيت ترمنځ څرګند تړاو شته، داسې چې په دې ورځ د انسان حافظه اغېزمنه وي او د تشويش احساس کوي. څېړنو ښودلې چې له برېښنايي آلاتو راوتونکې شنه رڼا د خوب ستونزې راولاړوي او د حافظې او دماغو د خبرداري او ستونزو اوارولو برخې د ادراکي دندو لپاره خوب ډېر اړين دی.
۳. تمرين نه کول
فزيکي فعاليت د ذهن او بدن لپاره ډېر ګټور دی او په منظم ډول تمرينونه ترسره کول اګر که ساده وي، لکه چټک پلی تګ؛ ښايي د مغزو روغتيا پياوړې کړي، چې ورسره د مغزو د زړښت تر مهاله ادراک او حافظه ښه پاتې کېدی شي.
په بل عبارت، فزيکي فعاليت هم د مغزو د تمرين غوندې دی، لکه عضلات چې دې فعاليت ته اړ دي؛ دغسې دماغ هم د خپلې روغتيا ساتلو لپاره ورته اړ دي.
۴. تشويش
تشويش د ژوند يوه برخه بللی شي، ځکه دا د ګواښونو په وړاندې ځواب وايي او سړی مخکې بوځي، خو که تشويش دوامدار شي؛ ستونزه ځينې جوړېږي.
مزمن تشويش ښایي د مغزو په روغتيا منفي اغېز پرېباسي؛ شونې ده حافظه له منځه يوسي، يا ادراک زيانمن کړي او ان په الزهايمر د اخته کېدو ګواښ لوړولی شي، ځکه نو د عمر په تېرېدو د ذهني تېزوالي ساتلو لپاره د تشويش کابو کول او کمول يوه اړتيا ده.
۵. د ټولنيزو اړيکو له پامه غورځول
له عمر ډېرېدو وروسته که ټولنيزې اړيکې له يوه پلوه د انسان معنويات لوړ ساتي؛ له بل پلوه د ذهن تېز ساتلو کې مرسته کوي. په ټولنيزو اړيکو کې په منظم ډول ګډون ذهن فعالوي او تشويش کموي او ښايي د ادراک د له منځه تلو مخنيوی وکړي.
د ټولنيزو اړيکو پياوړتيا ته بايد په کمه سترګه و نه کتل شي او انسان بايد په منظم ډول له خپلو خپلوانو، ملګرو او ګاونډيانو سره راشه درشه ولري.
۶. د يادونې ډيجيټل وسايل
نن سبا چې ځيرک موبايلونه نږدې د هر شي يادونه انسان ته کولی شي؛ انسان د خپلو اړتياو د لستونو جوړولو او يادونې لپاره له همدې ګټه اخلي. خو دا ښايي د مغزو لپاره غوره انتخاب نه وي.
ځکه د يوې پېښې، ليدنې يا ژمنې د يادآورۍ لپاره په خپلو مغزو اعتماد کول د ذهني تمرينونو يوه بڼه بلل کېږي او او د ذهن په تېز ساتلو کې مرسته کوي.
۷. غير متوازن غذايي سيستم
ماغزه د دې لپاره چې په ښه توګه فعاليت وکړي؛ بېلا بېلو غذايي توکو ته اړ دي، ځکه نو که څوک د بازار له تيارو شويو خوراکونو، ګازي مشروباتو او غير صحي غوړو استفاده کوي؛ دا ښايي د مغزو روغتيا زيانمنه کړي.
له بل پلوه په مېوو، سبزيجاتو او بې غوړو پروتينو او حبوباتو بډای غذايي سيستم ښايي هغه غذايي توکي چمتو کړي چې ماغزه د خپل فعاليت لپاره ورته اړ دي.
۸. بې خوبي
خوب کوم عيش عشرت نه بلکې د ژوند يوه اړتيا ده، په ځانګړي ډول کله چې خبره د عقل د بيدار ساتلو شي. د خوب پر مهال ماغزه په جديت د يادونو د پياوړي کولو او د ځان د ترميم لپاره کار کوي. بې خوبي او کم خوبي د مغزو دغه اساسي کړنه ځنډوي، چې له امله يې ګنګستيا، هېره او د ادراک کمزوري رامنځته کېږي.
اړينه ده چې انسان هره شپه ښه او بشپړ خوب وکړي، دا د عمر له ډېرېدو سره د مغزو د روغتيا ساتلو لپاره يوه تر ټولو غوره کړنه ده.