باميا کوليسټرول کموي او د زړه ناروغۍ له منځه وړي
باميا يا بېنډۍ چې نور نومونه هم لري؛ په داسې وټامنونو او منرالونو بډايه دي او د متخصصينو په اند له ځينو هغو مزمنو نارغيو په ساتنه که ستر رول لوبوي، چې د وينې د غوړو د اندازې له لوړېدو سره تړاو لري.
وينه کې د کولسټرولو د اندازې لوړيدل ښايي کله ګواښونکې روغتيايي ستونزې رامنځته کړي، لکه د وينې د رګونو بندېدل، چې د وينې د رسولو چاره کې ستونزې راولاړولی او د زړه په ناروغيو، مغزي سکتو او د زړه په حملو د اخته کېدو ګواښ زياتولی شي.
د ميراثي لاملونو ترڅنګ د ژوند غير صحي طريقه، لکه سوء تغذيه، لږ فزيکي فعاليت او سګرټ څکول د کولسټرولو د اندازې د لوړېدو لامل کېږي.
د انګلستان د روغتيايي خدمتونو ملي اداره (NHS) د کوليسټرولو د کچې کمولو لپاره د مېوو او سبزيانو د ډېرې کارونې ټينګار کوي. د درمل جوړولو يو متخصص عباس کناني څرګنده کړې، چې ځينو څېړنو ثابته کړې ده، چې باميا د وينې د غوړو د کچې کمولو کې مرسته کوي. باميا يو ډول جيليتيني ماده لري، چې «Gum» نومېږي او دا د هضم د عمليې پر مهال له کوليسټرول سره يوځای کېږي او له بدنه په ويستو کې يې مرسته کوي.
د «ميرر» له راپور سره سم د تغذيې بايو کيميا ژورنال کې خپره شوې يوه څېړنه کې ويل شوي، چې چاغو موږکانو ته د باميا پوډر ورکړل شول او پايلو يې وښوده چې وينه کې د کولسټرولو او شکرې اندازه د پام وړ کمه شوې ده. څېړنې ثابته کړه، چې «باميا ښايي د وينې د شکرې او درې ګونو غوړو د اندازې کمولو غذايي درملنه وي»، ځکه نو که څوک د وينې له غوړو کړېږي، باميا د هغه لپاره غوره خواړه دي.
د وينې د غوړو کچې د کمولو ترڅنګ باميا وټامن «ای» او «سي» هم لري، په دې سربېره انټي اکسيډانټ هم په کې دي، چې د شکرې، د زړه د ناروغيو او مغزي سکتو په څېر په مزمنو ناروغيو د اخته کېدو ګواښ کموي.
خو له روغتيايي ګټو سره سره دغه متخصص خبرداری ورکړی چې په شکره اخته ناروغان يې بايد د خوړو پر مهال بيدار وي، ځکه دا ښايي د «ميټفورمين» درمل له اغېزو سره په ټکر کې راشي، هغه درمل چې ډېر کله د دويم ډول شکرې د درملنې لپاره کارول کېږي.