ماشومانو ته د سلام ورزده کول
بې له شکه موږ او تاسو ټول پوهېږو چې سلام کول، مننه او خدای په اماني د مودبانه چال چلند اصول دي. مور او پلار باید ماشومانو ته د مودبانه چال چلند اصول ورزده کړي. ماشومان په ټولنه کې له خپلو همځولو سره اړیکې پیدا کوي او ددې اړیکې د پیدا کولو تر ټولو ښه پیل سلام اچول دي. د سلام معنا سلامتیا، سوله او دوستي ده.
کور لومړنی ځای دی چې ماشوم باید هلته د مودبانه چال چلند اصول زده کړي او د وخت په تېریدو سره مودبانه روزنه ترلاسه کوي.
ماشومانو ته له څو کلنۍ باید سلام ورزده کړل شي؟
ادبي روزنه لکه سلام اچول، مننه او خدای په اماني، مودبانه خبرې او نورو ته درناوی باید په اتلس میاشتنۍ کې ورزده کړل شي. ماشومان زموږ د ویلو په نسبت زمونږ له کړنو ډېر څه زده کوي. ځکه نو د خپلو کړنو له لارې باید هغوي ته ډېر څه ورزده کړو. کله چې هم کورته داخلیږئ، پر هغوي سلام واچوئ. هغوي په دې کار سره په نامخامخ ډول هڅیږي چې سلام اچول زده کړي. هغوي ته ووایئ چې د سلام اچولو معنا ګرانښت او مینه ده. ماشومان وپوهوئ چې سلام اچول یو مهم اسلامي او ټولنیز ارزښت دی چې باید زده یې کړي.
د سلام ورزده کولو لارې چارې:
له هغوي سره لوبې وکړئ. داسې لکه هغه چې ستاسو یو دوست او ملګری دی او له کوم لرې سفر څخه راستون شوی دی. په دې توګه هم له هغوۍ سره لوبې کوئ او هم دا ورزده کوئ چې نورو ته څنګه سلام اچول کیږي او څه ډول باید مودبانه چال چلند وکړي.
هغوي ته خیالي داستانونه جوړ کړئ. داسې چې هغوي باید په دې خیالي داستانونو کې د ټولنې له بېلا بېلو خلکو سره مخ شي او هغوي ته باید سلام وکړي.
یوه دایره جوړه کړئ چې مور و پلار او اولادونه پکې برخه ولري. په دې دایره کې یوه او بل ته سلام واچوئ. په دې ډول د سلام تکرار، له یوه او بل سره چال چلند ماشومان دې ته هڅوي چې نورو ته سلام او مودبانه برخورد زده کړي.
په سلام کې د څېرې بڼه:
هغوي ته یو وار په تروه ټنډه سلام واچوئ، بیا څیره غمجنه کړئ او په درېیم وار په خوشالۍ هغوۍ ته سلام وکړئ. له هغوۍ پوښته وکړئ چې په کومه څېره کې یې سلام خوښ شو؟ هغوي په دې ډول زده کوي چې باید له نورو سره په خوښۍ مخ شي.