د اوبو بوتلونو او نور پلاستيکي توکو د دويم ځلي کارولو روغتيايي ګواښونه
يوه ډله پوهانو خبرداری ورکړی، چې د اوبو د بوتلونو او د خوړو لپاره د چمتو شويو نورو پلاستيکي توکو دويم ځلي کارونه ښايي ځينې روغتيايي ګواښونه راولاړ کړي.
هغوی ټينګار کړی، چې اوبه وراچول يا د دې لوښو تودول د دې لامل کېږي، چې خوړو او څښاک ته نانو پلاستيکي او د نورو زهرجن کېمياوي مواد ورګډ شي. پوهانو روښانه کړې، چې په دې توليداتو کې کارېدونکی پلاستيک يوازې د يوه ځل کارونې لپاره جوړ شوی دی او چې دويم ځل وکارول شي؛ په اسانۍ شړېږي او تاواني توکي خوشې کوي.
د چاپېريال ساتنې ادارې (EPA) له راپور سره سم د پنسلوينيا ايالت پوهنتون استاذې شيري ميسن څرګنده کړې، چې پلاستيک تر ۱۶۰۰۰ پورې کيمياوي توکي لري او ۴۲۰ په کې «سخت زهريله» ګڼل کېږي.
نوموړې زياته کړې ده، چې نانو پلاستيک چې په سترګو ليدل یې سخت دي، وينې، ينې او مغزو ته اسانه لار موندی شي، چې دا د انسان د روغتيا لپاره يو حقيقي ګواښ دی.
د کولمبيا پوهنتون په يوه نوې خپره کړې څېړنه کې د لومړي ځل لپاره ثابته شوې، چې د اوبو يو بوتل ۲۴۰ پلاستيکي اجزا لري، دا داسې اکتشاف دی، چې د بندو بوتلونو اوبو کې د پلاستيکي اجزاوو شتون رابرسېره کوي او هغه دعوې رد کوي، چې د بازار موندنې په پار د بندو بوتلانو اوبه د نلکو له اوبو ډېرې صحي بولي.
څېړنو دغه راز ښودلې، چې د پلاستيک ګرمول يا حرارت ته وړاندې کول ښایی خوړو او څښاک ته د زهريله کيمياوي توکو او پلاستيکي اجزاوو ورګډېدل لا زيات کړي. ان يوازې لمر ته د پلاستيک وړاندې کېدل ښایي د هغو زهرياتو د ورګډېدو لامل شي، چې د کيماوي مسموميت ګواښ ډېروي.
پوهانو دې ته اشاره کړې، چې په مايکروويو (microwave) د پلاستيک له تودولو دې ډډه وشي، په ځانګړي ډول چې خواړه غوړ ولري، لکه غوښې او پنېرونه، څکه دا ښايي د پلاستيک د شړېدو او ورپسې خوړو او څښاک ته د کيمياوي توکو د کارولو لامل شي. د دې په ځای د نورو هغو توکو د کارولو ټينګار شوی، چې له غير پلاستيکي توکو جوړ وي، لکه شيشه او...
پوهان او متخصصين دا ټينګار هم کوي، چې د اوبو بند بوتلان او د خوړو نور پلاستيکي توکي دويم ځلي بايد و نه کارول شي او په ځای يې د شيشې او فولادو په څېر نور هغه توکي وکارول شي، چې له زهريله پلاستيکي اجزاو پاک وي.