ماشومان څنګه له قرآن سره عادت کړو؟

ماشومان څنګه له قرآن سره عادت کړو؟ اسلامي

هغه کسان چې غواړي خپل اولادونه له قرآن کریم سره عادت کړي، ترټولو مهمه داده چې باید پخپله، د ماشومانو پر وړاندي د قرآن کریم تلاوت وکړي. 
یوه ډېره مشهوره خبره ده: د اولادونو لپاره تر ټولو ښه الګو او نمونه خپل پلرونه دي. هر هغه څه چې پلرونه یې کوي، ماشومان د هغوي پیروي کوي. ماشومان د ویلو په نسبت د هغو کارونو ډېره پیروي کوي چې: پلرونه یې ترسره کوي.

ددې لپاره چې له قرآن کریم سره مو د ماشومانو مینه پیدا شي. د هغوي په مخکې په لوړ او ښایسته غږ قرآن کریم تلاوت کړئ. هر څوک له ښایسته غږ سره مینه لري. ماشومان ستاسو له ښه لحن او خوش آوازۍ څخه اغېزمن کیږي او په دې توګه هڅیږي چې هغوي هم ستاسو غوندې شي.

ماشومانو ته د قرآن کریم کیسې ووایئ. په داسې یوه انداز سره چې د هغوي د پوهې له کچې پورته نه وي. په ساده ژبه، داسې چې اخلاقي پیغامونه یې روښانه وي. هغوي ته ذهنیت ورکړئ چې دا ټولې ښې او خوږې کیسې په قرآن کې دي.
که هغوي د قرآن کریم په باب پوښتنې درلودې، پوښتنې یې په مینه او ساده ژبه ورځواب کړئ. لږ توضیحات ورکړئ. ډېر نه، چې ورباندې ډېر شي.

ماشومانو ته هره ورځ د قرآن یو ټکی یا یو آیت ووایئ. هغوي وهڅوئ چې که یې یاد کړ؛ نو ډالۍ به ترلاسه کړي. داسې آیتونه چې د ماشومانو لپاره په ویلو کې سخت نه وي او ژبه یې په اسانه ورباندې واوړي.

د اولادونو ترمینځ مو سیالي جوړه کړئ. هغوي ته ووایئ چې که هر یوه په ښه توګه کوم آیت، د الفاظو په سم اداء کولو ژر یاد کړ، هغه به دې ډېرې جایزې وړ وي.

کله مو چې ماشومان د شپې ویده کیږي، هغوي ته په خپل موبایل کې د قرآن کریم تلاوت چالان کړئ. د ارواپوهانو په باور؛ هر هغه څه چې موږ یې له ویده کېدو مخکې په اړه فکر کوو، لولو یې، او یا یې هم اورو، په یاد کې مو تر ډېره پاتې کیږي او مینه مو ورسره زیاتیږي.

په هغو وختونو کې چې ماشومان په ذهني توګه د قرآن کریم اوریدلو ته تیار نه وي، مجبووئ یې مه. دا جبر یې زړه توري کوي. دا کار ددې پر ځای چې ګټه وکړي تاوان لري.
ماشومان مو وهڅوئ چې د ستونزو پر وخت د قرآن کریم آیتونه تلاوت کړي. مثلا کله چې هغوي ویریږي یا نه شي ویده کیدای، هغوي ته ووایئ چې بسم الله ووایي. دا کار به هغوي وهڅوي چې پر قرآن کریم یې باورمن شي او په اروایي توګه آرام واوسي.

تړلي موضوعات