«پټ وژونکی»... لاملونه او د ځان ساتنې لارې چارې

«پټ وژونکی»... لاملونه او د ځان ساتنې لارې چارې طبي او روغتیايي

د زړه يوه متخصصه ډاکټره ايرينا پوليوا د يوې «پټې وژونکې» ناروغۍ په اړه غږېدلې، د هغې لاملونه يې ښودلي او د ځان ساتنې لارې چارې يې په ګوته کړې دي.

د «Vesti.Ru» له راپور سره سم هغې څرګنده کړې ده، چې د وينې لخته کېدو نارغيو ته «پټ وژونکی» ويلی شو.

د ډاکټرې له وينا سره سم د وينې تر ټولو خطرناک لخته کېدل هغه دي چې په شريانونو کې رامنځته کېږي، ځکه دا د زړه حمله (Myocardial infarction) او مغزي سکته رامنځته کوي، خو له نېکه بخته د هغو خلکو ژوند نه ګواښي چې د وينې سالم رګونه ولري، خو په عمومي توګه يو لوی ګواښ دی.

آغلې پوليوا د وينې د لخته کېدو لس لاملونه په ګوته کړل، چې چاغښت، سګرټ څکول، د حمل د مخنيوي هغه درمل چې په خوله خوړل کېږي، د بديلو هورمونونو له لارې درملنه، شکره، خوارځواکي، ميراثي لاملونه، زړښت، حمل او د شريانونو سختوالی دي.

ډاکټرې دې ته اشاره کړې چې په دې کې تر ټولو لوی ګواښ د شريانونو سختېدل دي، نو د درملنې لپاره یې هغه داسې لارښوونې کوي:

«که يو څوک له کوم ګواښ سره مخ وي؛ نو دا د وېرې خبره نه ده، ځکه درمل پوهانو د وينې د لخته کېدو د درملنې په برخه کې ډېر لوی پرمختګ کړی دی، بهتره دا ده چې په فردي توګه د درملنې يوه لار ونيول شي».

د هغې په وينا ځان ساتنه غوره ده، ځکه نو بايد د شريانونو د سختېدو مخه ونيول شي او د دې ځان ساتنې لپاره يوه ساده لاره شته، چې هر څوک يې ترسره کولی شي او ډېر لوړ اغېز لري. هغه دا چې د ژوند صحي لار ونيول شي، بد عادتونه پرېښودل شي، صحي غذايي نظام وکارول شي او هغه فارموله وکارول شي، چې د ګواښونو په کمولو کې مرسته کوي، ځکه د هر عمر لپاره ځانګړې فارموله وي.

تړلي موضوعات