اسرائیل په فلسطین کې |۶ برخه| کنعان یا لرغونی فلسطین او د هغه وګړي |۲|

اسرائیل په فلسطین کې |۶ برخه| کنعان یا لرغونی فلسطین او د هغه وګړي |۲| فلسطین

کنعان یا لرغونی فلسطین او د هغه وګړي |۲|

مهمه باریکي او غلط فهمي: 

درې باریکۍ او غلط فهمۍ ډېر خلک مغشوش کوي، چي باید واضح او توضیح شي. لومړی دا چي عبرانیان څوک دي، بني اسرائیل څوک دي او یهودیان څوک دي؟ آیا دا درې عین ټبر دی؟ 

دویم دا چي فلسطین ته اول څوک ورغلي دي، فلسطینیان که یهودیان؟ 

درېیم دا چي آیا عرب او یهود په رښتیا هم تربرونه دي؟! 

دا درې داسي مهمې باریکۍ دي چې ډېر کسان یا ورته ځیر نه دي او یا یې سر نه پرې خلاصیږي. اوس به دا درې واړه مسألې روښانه کړو. 

 لومړۍ مسأله یا باریکي: 

مخکي له دې چي عبرانیان، بني اسرائیل او یهودیان تفکیک او تشخیص کړو، غوره دا ده چي لومړی دغه درې نومونه لنډ وپیژنو او بیا اصلي موضوع ته ننوزو. 

الف ـ عبرانیان، بني اسرائیل او یهودیان د یوه ټبر درې تاریخي نومونه دي، چې هر یو په بېل بېل عصر کې قید او مسجل دي. د ابراهیم (ع) په زمانه کې عبرانیان کیدل، چي د ده په ملګرتیا څو کورنۍ له عراق څخه فلسطین ته مهاجر شول. د عبراني کلمې معنی هم د سیند له هغې خوا راغلي خلک ده. له ۲۰۰۰ قبل المیلاد څخه تر ۱۸۵۰ قبل المیلاد پورې دغه ټبر عبرانیان بلل کیدل، پس ویلی شو چې د ابراهیم (ع) څخه د هغه تر لمسي یعقوب (ع) پورې دا قوم عبرانیان بلل کیدل. له دې وروسته هغوی ته بني اسرائیل ویل کیږي. 

ب ـ بني اسرائیل د ابراهیم (ع) د لمسي، یعني د اسحاق (ع) د زوی حضرت یعقوب (ع) نوم ته راجع کیږي، ځکه د ده پوره نوم «یعقوب اسرائیل» دی. بس له همدې ځایه د ده اولاد بني اسرائیل وبلل شول، یعنې  د اسرائیل اولاد. د یعقوب (ع) دوولس زامن وو، چي د هغوی نسل ته بني اسرائیل ویل کیږي. دا تسمیه د ۱۸۵۰ قبل المیلاد څخه تر ۵۸۸ قبل المیلاد، یعني د یهودا د پاچهۍ تر اضمحلال او انحلال پوري مروجه وه، چي څه نا څه دوولس پیړۍ په بر کي نیسي. له دې وروسته هغوی یهودیان بلل کیږي. 

ج ـ یهود یا یهودیان د یعقوب (ع) د څلورم زوی له نوم څخه مشتق شوی دی، چي هغه یهودا نومیدی. د همدغه یهودا اولاد یهودیان وبلل شول، چي نن پر ګرده ټبر باندي اطلاق کیږي. د ۹۰۰ قبل المیلاد څخه تر نن ورځې دوی ته یهودیان ویل کیږي او په ټوله نړۍ کي په همدې نوم شهرت لري. ځکه نو څه کم درې زره کاله کیږي چي هغوی په همدې نوم بلل کیږي. 

فلهذا، لرغوني «عبرانیان»، مابعده «بنی اسرائیل» او ننني «یهودیان» د دریو بېلا بېلو تاریخي زمانو اړونده نومونه دي چي په لږ بدلون سره د همدې یو ټبر له پاره استعمالیږي. 

دویمه مسأله یا باریکي: 

ځینې خلک ډېر کله د غلط فهمۍ یا بې خبرۍ له مخي وايي، چي فلسطین د یهودیانو تاریخي ټاټوبی دی، نه د فلسطینیانو. خو حقیقت داسي نه دی، بلکې فلسطین ته اول فلسطینیان راغلي دي، بیا یهودیان. څنګه؟ د اوسنیو فلسطینیانو اسلاف (نیکونه) له یونان ها خوا د آژیًین سیمي له (کریت ټاپو) څخه په ۱۳۰۰ـ ۱۲۰۰ قبل المیلاد کې د فلسطین جنوب لویدیځ ته راغلي دي، چي لومړی یې غزه او بیا یې نورې ساحلي سیمي آبادي کړې. فلسطینیانو د اسدود، عسقلان او نور ښارونه هم جوړ کړل. دا هغه څرګند او ثابت حقیقت دی چي تاریخ یې په شواهدو راته وایي. فلسطینیانو دلته له راکوچېدو نه وروسته سمندري تجارت او پرمختیايي کارونه کول، خو پیاوړی سیاسی دولت یې نه درلود. 

باید وویل شي چي فلسطینیان د هیواد په جنوبي سیمو کي اوسیدل. هغوی په دې ټاټوبي کي له یوې نمې تر دوو پیړیو تیرې کړې دي. چې د یوشع (ع) په مشرۍ له سینا څخه د بني اسرائیلو ستر لښکر پر فلسطین برید وکړ او یو څه سیمه یې ونیوله ( ۱۱۰۰ قبل المیلاد حدود). 

خو ډېر مهم ټکی دا دی چي فلسطینیانو او بني اسرائیلو دواړو د فلسطین یوه یوه حصه نیولې وه، نه ټول هیواد. بله ډېره مهمه خبره دا ده چې فلسطین ته د دواړو ټبرونه په بېل بېل ډول راغلي دي. فلسطینیان له یرغل او جګړې پرته غزې ته راغلل او میشته شول، خو بني اسرائیلو سخت برید او یرغل وکړ او د وینو ویالې یې وبهولې، دا  هغه تریخ حقیقت دی چي نننی تحرف شوی تورات یې راته وایی، چي وروسته به یې وڅیړو. 

درېیمه مسأله یا باریکي: 

باید متوجه اوسو چې د عبرانیانو په تسمیه او نسل کي عرب هم شامل دي، ځکه عدناني عرب د اسماعیل (ع) اولاد دی، چې هغه د ابراهیم (ع) زوی او د اسحق (ع) ورور او د یعقوب اسرائیل (ع) اکا یا تره و. ځکه نو ویل کیږي چې ننني عرب او یهودیان د تره زامن یا تربُرونه او د ابراهیم (ع) لمسیان دي. خو صهیونیستان وايي چي عرب کم اصله او یهودیان اصیل نسل دی. ځکه هغوی د تبعیض او تعصب له مخي دغسې ادعا کوي چې اسماعیل (ع) د ابراهیم (ع) د مینځې زوی و، یعني مور یې (د ننني جعلي تورات له مخي) یهودۍ نه بلکي مصرۍ وه خو په فخر سره وايي چي د اسحق (ع) او یعقوب (ع) میرمنې یهودیانې وې، حال دا چي د اسماعیل (ع) مور  یهودي مینځه نه وه. دوی دا اقتباس له تحریف سوي تورات څخه اخلي (پیدایښت ۱۶ باب: ۳، ۱۱، ۱۲، ۱۵، ۱۶ ایتونه)، استغفر اللّٰه. 

اوس به د لرغوني کنعان یا ننني فلسطین څلور مهم او مؤثر ټبرونه وڅیړو، چې د دې هیواد تاریخ، برخلیک او بقا یا فنا یې تحت الشعاع یې راوستلې ده. 


تړلي موضوعات