د کدو د زڼو له لسو ډېرې روغتيايي ګټې چې له طبي پلوه ثابتې دي
د کدو زڼي چې د کابل په بازارونو کې يې خرڅلاو او خوراک خورا عام دي؛ له لسو ډېرې داسې روغتيايي ګټې لري، چې له طبي پلوه ثابتې دي. دغه زڼي له حجمه واړه برېښي، خو له غذايي عناصرو او وټامنونو ډک او د زړه روغتيا، پروستات او د بېلا بېلو ډولونو سرطان ته ګټور دي.
لاندې يې هغه روغتيايي ګټې رااخلو چې له طبي پلوه تایيد شوې دي:
له ارزښتناکو غذايي توکو ډک دي
د «صحتنا» عربي وېبپاڼې له بېلا بېلو څېړنو دغه روغتيايي ګټې راټولې کړې دي، چې ډېری دغه څېړنې د امريکا په «National Library of Medicine» وېبپاڼه کې خپرې شوې دي.
له دې څېړنو سره سم د کدو يوازې (۲۸) ګرامه پوست شوي زڼي ۱۵۱ کالوريانې لري، چې ډېری يې غوړ او پروتينونه دي. دغه راز همدا اندازه د کدو خستې ۷.۱ ګرام فايبرونه، ۵ ګرامه کاربوهايدريټ، ۷ ګرامه پروټين، ۱۳ ګرامه غوړ چې ۶ يې اوميګا ۶s دي، د ورځنۍ اړتيا ۱۸ سلنه وټامن کی، ۳۳ سلنه فاسفورس، ۴۲ سلنه منګنيز، ۳۷ سلنه مګنيزيم، ۲۳ سلنه اوسپنه، ۱۴ سلنه زېنک او ۱۹ سلنه نور فلزي عناصر لري. دغه راز ډېری انټي اکسيډانټ، لوړ مقدار غير اشباعي غوړ اسيدونه، پوټاشيم، وټامن بي۲ او فوليک اسيد هم لري.
څېړنې ښيي، چې دې ټولو غذايي توکو لرلو ته په کتو د کدو زڼي:
۱- التهبات کموي.
۲- د سرطان د بېلا بېلو ډولونو ګواښ کموي.
۳- د پروستات او مثانې روغتيا ته ګټور دي.
۴- د وينې فشار کنټرولوي.
۵- د زړه په ناروغيو د اخته کېدو ګواښ کموي.
۶- د هډوکو روغتيا تضمينوي.
۷- وينه کې د شکرې اندازه تنظيموي.
۸- د هاضمې سيستم روغ ساتي.
۹- د سپرم کيفيت لوړوي.
۱۰- خوب ښه کولو کې مرسته کوي.
۱۱- دفاعي سيستم پياوړی کوي.
۱۲- او د انسان په مزاج مثبت اغېز پرېباسي.
تر ټولو ښه دا چې انسان کولی شي د روغتيا دا خزانه په اسانه خپل خوراکي سيستم ته ورګډه کړي.