که حشرات نه وي؛ انسان به له کوم تاوان سره مخ شي؟

که حشرات نه وي؛ انسان به له کوم تاوان سره مخ شي؟ طبي او روغتیايي

له حشراتو پرته به د نړۍ د پلورنځيو ډېری المارۍ تشې او په نړۍ کې به د خوړو بحران رامنځته شي. موندنې ښيي، چې له ۸۰ سلنه ډېر نباتات د حشراتو له لوري ګرده (القاح) کېږي. د مچيو په نه شتون کې به موږ خورا خواږه خواړه له لاسه ورکړو او غومبسې په دې برخه کې هيښوونکی ځواک لري.

د (DW - Arabic) له راپور سره سم په ۲۰۱۸ز کې د طبيعت ساتنې اتحاديې (NAPO) د المان په ساکسون ايالت کې د چاپيريال ساتنې وزارت او د غذايي توکو د پلورځايونو زنځير (Penny) يو هېښوونکی کمپاين ترسره کړ، دوی د «پيني» له يوه پلورنځايه ټول هغه محصولات لرې کړل، چې له حشراتو پرته يې شتون ناشونی دی؛ پايله دا وه چې له نيمو ډېر محصولات له سترګو پټ شول، ځکه د ټولو ۲۵۰۰ محصولاتو له منځه ۱۵۰۰ داسې وو، چې په مستقيم يا غيرمستقيم ډول يې د حشراتو په شتون تکيه درلوده.

له حشراتو پرته به نه مېوې وي او نه د ګلونو القاح!

القاح کوونکي حشرات لکه د شاتو مچۍ، عادي مچۍ، ډومبران، مچان، ګونګټان او ان ماشي په خپلو خوړو پسې ګلانو ته ورځي او ځينې ان نارينه القاحات راټولوي او بل هغه ګل ته يې وړي چې په هغه کې ښځينه تناسلي عضو شتون لري او د نارينه ګل القاح ته اړتيا لري، داسې دا ګل القاح کېږي او د مېوې د ودې شونتيا رامنځته کېږي. د ډېری دغو حشراتو پښې او د بدن نورې برخې داسې جوړې دي، چې په غير ارادي ډول هم له يوه ګل نه بل ته دغه لېږدول کوي.

سره له دې چې باد هم په دې کار کې لوی رول لري او د حبوباتو په څېر ځينې نباتات په ذاتي ډول هم القاح کېږي، خو د نړۍ درېيمه برخه غذايي محصولات د القاح هغه ډول ته اړتيا لري، چې د حشراتو له لارې ترسره کېږي.

د شمېرو له پلوه القاح کوونکي حشرات د کال تر ۵۰۰ مليارد يورو پورې د بازاري ارزښت په ترلاسه کولو کې ونډه اخلي.

انګېرنې ښيي، چې که الوتونکي او په زمکه څخېدونکي القاح کوونکي نه وي، نو نړيوال محصولات ښايي تر ۹۰ سلنې پورې له کمښت سره مخ شي او انسان به د پروتينونو، وټامنونو او اوسپنې لويې سرچينې له لاسه ورکړي.

تړلي موضوعات