اسرائيلی ليکوال: د یحیی السنوار کارنامه لا د پيل په شېبو کې ده
يوه اسرائيلي ليکوال د شهيد يحيی السنوار د ژوند په وروستيو شېبو تبصره کړې او د هغه مړينه يې د يوه اتل مړينه بللې ده، چې تر وروستۍ شېبې يې له خپلې مبارزې لاس وانخيست.
د ألون مزراحي په نوم دغه اسرائيلي ليکوال ويلي: «دغه کډوال چې ۲۲ کاله يې په اسرائيلي زندانونو کې تېر کړل، چې د اکتوبر په اوومه څه وکړل؛ د تل لپاره به د نړۍ تاريخ بدل کړي او د هغه کارنامه لا د پيل په شېبو کې ده».
هغه زياته کړې ده: «د حماس مشر يحيی السنوار په يوه قدرمن مرګ وفات شو، د خپلو جنګيالو ترمنځ د يوه اتل په مرګ، له خپل ملت سره د يوه عادي وګړي په مرګ او د هغو نيواکګرو په ضد د خپل وطن په دفاع کې چې نسل وژنه کوي، په کوم نامناسبه کار کې را و نه پرځېد». په اېکس (ټويټر) هغه په خپل حساب ليکلي چې: «د مبارزې په حال کې له دنيا ولاړ».
ليکوال وړاندې ويلي: «ناشونې وه چې د سنوار د ژوند وروستۍ کړۍ له دې بهترې ليکل شوې وی: نه کوم تونل کې و، نه په کوم پټنځای يا لرې ماڼۍ کې او نه په کوم نامناسب کار کې د بوختيا پر مهال. د مبارزې پر مهال ومړ».
د هغه په وينا «که د دې پای په اړه د کومې کليمې باره کې سوچ کېدی شي؛ نو هغه «همينګوی» کليمه ده. دا د فلسطين اړوند د همينګوی د ناول صحنې ته ورته وه». هغه زياته کړې، چې زه لږ شک هم نه لرم چې په دې جګړه کې به همينګوی د چا ملاتړ کوي.
مزراحي څرګندوي: «ما چې د سنوار د مرګ صحنه وليده، د «زنګونه چا ته کړنګېږي» فلم پای راياد شو، په دې صحنه کې ياغيانو د غونډيو څوکې نيولې وي او فاشيستان په الوتکو کې ورته رانږدې کېږي او دوی پوهېږي چې د ژوندي پاتې کېدو هيڅ فرصت نور نه لري.
هغه ليکي: «سنوار په وروستيو شېبو کې پوهېده، چې نور يې پای رارسېدلی، خو هغه مات نه شو؛ وياړلی فلسطينی، د غزې اصلي اوسېدونکی او تر وروستي بريده مسلمان، په ۱۹۶۲ کال کې په يوه بېځايه شوې کورنۍ کې وزېږېد او هغه مهال د پنځو کلو و چې اسرائيلو غزه اشغال کړه او تر ننه ترې لاس په سر نه شول، خو اخر به هم لاسونه ترې وينځي».
د سنوار د ژوند د وروستيو شېبو په وېډيو تبصره کې وايي، چې د ننګونې وروستۍ کړنه يې دا وه، چې د اسراييلي پوځ په ډرون الوتکه يې د يوه لرګي ګوزار وکړ، ما له ځان سره چورت واهه: ايا ده به په وړکتوب کې هم غزه کې په اسرائيلي پوځيانو تيږې ورولې وي؟
اسرائيلي پوځ د تېرې پنجشنبې په ماښام د سنوار يوه وېډيو خپره کړه، چې هغه په کې مول وهلی په ټپي حالت کې په يوه کوچ په ډېر ډاډ ناست وي او په کيڼ لاس په يوه لرګي د ډرون د ويشتلو هڅه کوي.
اسرائيلي پوځ په همدې ورځ د هغه د ترور خبر خپور کړ، حماس وروسته د خپل مشر شهادت تائيد کړ او په دې اړوند يې په يوه بيان کې وويل، چې تر څو چې اسرائيلي پوځونه له غزې نه وي وتلي؛ تر هغې به اسرائيلي بنديان خوشې نه کړي.
دې غورځنګ څرګنده کړه، چې د مشرانو شهادت يې يوازې دې ته هڅوي چې د اسرائيلو په وړاندې په خپله جګړه لا ټينګ پاتې شي.