د اقصی د ازادۍ سرلښکر شهید یحیی السنوار څوک و؟

د اقصی د ازادۍ سرلښکر شهید یحیی السنوار څوک و؟ فلسطین

يحيی ابراهيم حسن السنوار د ۱۹۶۲م د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د غزې جنوب لور ته د خان يونس په نامه د بې ځايه شويو په يوه پنډغالي کې زېږېدلی و. لومړنۍ زده کړې يې د همدې پنډغالي د هلکانو په ښوونځي کې ترلاسه کړې او وروسته يې د غزې په اسلامي پوهنتون کې په عربي زده کړو کې د لیسانس تر کچې زده کړې وکړې.
سنوار په کوچنيوالي کې د اسراييلي نيواک له هغه پرله پسې زور زياتي او دښمنۍ اغېزمن و چې هغوی د پنډغاليو له اوسېدونکو سره کول.

په ۲۰۱۱ کال کال يې وروسته له هغه واده وکړ چې د اسراييلو په زندان کې يې له دوو لسيزو ډېر وخت تېر کړ او بيا له يوه اسراييلي بندي سره د تبادلې په ترڅ کې را ازاد شو.

سياسي فعاليتونه
يحيی سنوار د پوهنتون د زده کړو پر مهال خورا فعال و او د فلسطين د اخوان المسلمين ډلې اړوند د يوې ډلې غړی و.
د غزې د اسلامي پوهنتون د محصلينو په ټولنه کې يې د بېلا بېلو کمېټو مشري کړې ده او وروسته د دې ټولنې مرستيال او بيا رييس وټاکل شو. وروسته يې د فلسطين په اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) کې په لوړو دندو کار وکړ.
د حماس د بنسټګر شيخ احمد ياسين له لوري د غورځنګ د رامنځته کېدو په لومړيو کلونو کې د يوه امنيتي سيستم د رامنځته کولو دنده وروسپارل شوه، چې له خالد الهندي او روحي مشتهي سره په ګډه يې د «مجد» په نوم يو سيستم جوړ کړ چې د جهاد او دعوت ټولنه معنا ورکوي.

د دې ټولنې دنده له يوه پلوه دا وه چې د اسراييلي نيواک لاسپوڅي او جاسوسان پيدا او تعقيب کړي او له بل پلوه دا چې د اسراييلي استخباراتو او امنيتي ادارو افسران په نښه کړي، همدا د حماس دننه د داخلي امنيت اساس وګرځېد.

د زندان ژوند
په کال ۱۸۸۲ کې پوهنتون کې د خپلو فعاليتونو له امله بندي شي، چې دا مهال يوازې د ۲۰ کالو و، څلور مياشتې وروسته بېرته خوشې او يوه اوونۍ وروسته بيا ونيول شو او له محاکمې پرته يې شپږ نورې مياشتې زندان تېر کړ، په ۱۹۸۵ کې بيا ونيول شو او ۸ مياشتې بند پرې واوښت.

د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په شلمه نېټه يو ځل بيا ونيول شو او د دوو اسراييلي سرتېرو او څلورو فلسطيني جاسوسانو د وژلو او د اختطاف د يوې پېښې د مشرۍ تور ورپورې شو او څلور ځل د عمري بند سزا ورواورول شوه، چې ټوله موده يې ۴۲۶ کاله کېده.

د بند پر مهال د دوو دورو لپاره په اسراييلي زندانونو کې د حماس د بنديانو د مشرتابه پلاوي مشري وروسپارل شوه او په ځلونو يې د زندان د چارواکو د ګټو په ضد د نه خوراک په اعتصابونو کې ونډه واخيسته، چې ځينې اعتصابونه په ۱۹۹۲، ۱۹۹۶، ۲۰۰۰ او ۲۰۰۴ کې شوي وو.

د بند پر مهال بېلا بېلو زندانونو ته بدل رابدل شو، چې المجدل، هداريم، السبع او نفحة يې د يادولو وړ دي، څلور کاله يې په انفرادي بند کې بېخي جلا تېر کړل، چې هملته د معدې له دردونو هم وکړېد او وينه يې راګرځوله.
دوه ځل يې له بنده د تېښتې هڅه وکړه، چې يو ځل د عسقلان له المجدل او بل ځل د الرمله له زندانه وه، خو دواړه ځل بېرته ونيول شو.
د المجدل زندان په دېوال کې د سيم او کوچنۍ اوسپنيزې ارې په مرسته د سوري په کولو وتوانېد، خو کله چې يوازې د دېوال بهرنی پلستر پاتې شو، د زندان ساتونکې پرې خبر شول او بيا د انفرادي بند سزا ورکړل شوه.
په الرملة زندان کې يې وکولی شول، چې د کړکۍ اوسپنيزه مانع پرې کړي او يوه اوږده رسۍ يې چمتو کړې وه، خو په وروستۍ شېبه کې ونيول شو.

زندان کې له بېلا بېلو روغتيایي ستونزو سره لاس او ګرېوان و، پرله‌پسې سرخوږی او سختې تبې يې ګاللې او د بنديانو د سخت احتجاج له امله يې معاينات وشو، چې دماغو کې يې پرنډ شوې وينه وښوده او بيا د اوو ساعتونو په عملياتو کې دغه وينه ترې لرې شوه.

د بند پر مهال له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره له ليدو کتو منعه شو، بند نه د خوشې کېدو پر مهال يې ورور وويل چې اسراييلي نيواک دی د يحيی له ليدو ۱۸ کاله منعه کړی و. دغه راز يې پلار وويل چې د ۱۳ کلونو په اوږدو کې يې يوازې دوه ځل هغه ليدلی دی.

د زندان دننه يې ليکلي او ژباړلي کتابونه

د زندان دننه د ۲۳ کلونو په موده کې سنوار عبراني ژبه زده کړه، هغه ډېری وخت په زده کړه، مطالعه او ليکنه تېر کړ او د اسراييلي فکر ژورو ته يې لار وکړه.
په ۲۰۱۱ کې د اسراييلو او فلسطيني حکومت تر منځ د «وفاء الأحرار» په نامه د بنديانو په يوه تبادله کې له راخوشې کېدو وړاندې هغه پنځه داسې کتابونه وليکل او وژباړل چې د اسراييلي فکر اړوند د هغه ليد او پوهه ترې څرګندېږي.

«الشاباک بين الأشلاء»
هغه کتاب چې سنوار عربي ژبې ته ژباړلی او ليکوال يې د «شاباک» رييس و. کتاب د اسراييلو د داخلي امنيت د ادارې رول څرګندوي چې په «شاباک» پېژندل کېږي او د اسراييلو لومړني لومړي وزير «ډېوېډ بن غورين» يې بنسټ ايښی و.
کتاب کې د شاباک د کار تفصيلات راوړل شوي دي او دا چې دا سازمان د اسراييلو د لومړي وزير د اوامرو پيروي کوي او رسمي دنده يې له توطيئو او کودتاو د دولت ژغورل او د داخلي امنيت ملاتړ دی.

«الأحزاب الإسرائيلية» کتاب
د اسرائيلي ګوندونه په نوم دغه کتاب په ۱۹۹۲ کې چاپ شوی او سنوار عربي ژبې ته ژباړلی دی. کتاب د تېرې پېړۍ په نوييمو کلونو کې د اسراييلو له سياسي ګوندونو او د هغوی له پروګرامونو او لارو چارو غږېدلی دی.
دغو کتابونو ته د سنوار د پاملرنې لامل، د اسراييلو د داخل او د فلسطيني اسراييلي جګړې په پيل کې د پرېکړو په کولو کې د سياسي ګوندونو د رول  په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په اهميت د هغه باور و.

«شوک القرنفل» ناول
شوک القرنفل يا د لونګو اغزی په نوم ناول د سنوار خپله ليکنه ده چې په ۲۰۰۴ز کې يې وکړه او په ۳۰ څپرکيو کې يې په کې له ۱۹۶۷ز راهيسې د فلسطيني مقاومت داستان ليکلی دی. هغه په دې کتاب کې د فلسطيني قضيې ډېر مهم او اساسي تفصيلات په تاريخي توګه بيان کړي دي.
ناول خپل لوستونکي د فلسطين لارو کوڅو ته ور کشکاږي، د مقاومت ستاينه کوي او د ځايي خلکو د ژوند په تياره اړخونو -لکه بې وزلي او د اسانتياو نه شتون- رڼا اچوي.

«المجد» کتاب
المجد چې د برم په معنا دی، په ۲۰۱۰ز کال کې چاپ شو، دا کتاب هم د شاباک د کار په طريقه ليکل شوی دی، چې دا اداره څنګه خپل معلومات راټولوي، څنګه جاسوسان او لاسپوڅي جذبوي او ګوماري، د پوښتنو ګروېږنو پر مهال له روحي او جسدي پلوه له کومو وحشي لارو چارو کار اخلي او د دې برخې په پرمختګ او پېچلتياو غږېږي.
سنوار –د اسراييلو په يوه زندان کې د بند پر مهال- وويل، چې د دې کتاب اهميت په دې کې دی چې دا اداره څومره حساسه او د فلسطيني اسراييلي ټکر اړوند کړنې يې څومره خطرناکې دي. دغه راز څومره معلومات چې د دې ادارې د راتلونکې په اړه ترلاسه کېدی شي؛ د هغې مطالعه خورا اړينه ده، ځکه نو سنوار د دې کتاب لیکل خپل فرض وبلل.

«حماس: التجربة والخطأ»
يعنې حماس: تجربه او خطا؛ د حماس د نوي مشر يحيی السنوار بله ليکنه ده، چې د وخت په اوږدو کې د اسلامي مقاومت خوځښت (حماس) او د هغه د پرمختګونو په اړه په کې غږېدلی دی او له اسراييلو سره په ټکر کې يې د دې جهادي ډلې –چې خپله دی يې هم يو مهم غړی دی- په راتلونکې رڼا اچولې ده.
يحيی السنوار د حماس د شهيد مشر اسماعيل هنيه له شهادت وروسته د دې ډلې د مشر په توګه اعلان شو، نوموړی چې يو پياوړی نظامي قومندان يادېږي؛ اسراييل يې د تېر کال د اکتوبر د اوومې د بريدونو د مغز متفکر په توګه په کلکه تلاش کوي، خو په دغه بريد او ورپسې جګړه له لسو مياشتو تېرېدو وروسته يې هم د نوموړي هيڅ څرک ترلاسه نه کړ.


له زندان وروسته سياسي او نظامي فعاليتونه
په ۲۰۱۱ کال کې د اسراييلو او فلسطيني حکومت تر منځ د «وفاء الأحرار» په نامه د بنديانو په يوه تبادله کې راخوشې شو. دغه تبادله وروسته له هغه وه چې شاليط د غزې په بند کې له ۵ ډېر کلونو تېر کړي وو او اسراييل د ۲۰۰۸ کال په پای کې په غزه د بريد پر مهال هم د هغه په موندلو او راخلاصولو نه وو توانېدلي.
زندان نه له راخلاصېدو سره سم سنوار د حماس د سياسي دفتر د غړي په توګه وټاکل شو، وروسته د حماس د پوځي څانګې «کتائب عز الدين القسام» مسووليت هم وروسپارل شو او د دې پوځي څانګې او د حماس د سياسي دفتر ترمنځ د همغږۍ دنده يې هم په غاړه وه.

په ۲۰۱۴ز کال کې غزه باندې د اسراييلو د بريد پر مهال يې د حماس د سياسي او پوځي اړخونو ترمنځ همغږۍ کې ستر رول ادا کړ.
سنوار د دې بريد له پای ته رسېدو وروسته ميدان کې د بوختو مشرانو د کړنو اړوند پراخ تحقيقات او ارزونې پيل کړې، چې په پايله کې يې لوی لوی مشران ګوښه شول.

په ۲۰۱۵ کال کې حماس اسراييلو سره د خپلو بنديانو د دوسيو مسووليت وروسپاره او دنده يې ورکړه چې له اسرييلي نيواک سره په دې اړه د خبرو اترو مشري وکړي.
په همدې کال نوموړی د امريکا د متحده ايالاتو د «نړيوالو ترهګرو» لست ته ورواچول شو او دغه راز غزه کې د اسراييلو د مطلوبو کسانو په لېست کې هم شامل شو.
د ۲۰۱۷ کال د فېبرورۍ په ۱۳مه نېټه له اسماعيل هنيه وروسته د حماس د سياسي دفتر د رييس په توګه وټاکل شو. په دې مرحله کې يې د حماس د اسلامي غورځنګ او د «فتح» په مشرۍ د فلسطيني چارواکو ترمنځ د اړيکو عادي کولو هڅې وکړې، څو فلسطين کې سياسي بېلتون له منځه ولاړ شي، خو دې هڅو يې کوم بدلون را نه ووست.

مصر سره د اړيکو ښه کولو هڅې يې هم وکړې او په همدې کال يې د مصري استخباراتو له مشرتابه سره وليدل او بېلا بېل تړونونه يې ترسره کړل.
د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې غزه کې دويم ځل د څلورو کلونو لپاره د حماس رييس وټاکل شو.
په ځلونو يې د اسراييلي الوتکو له لوري په کور بمباري وشوه؛ په ۲۰۱۲ کال کې د اسراييلي نيواک الوتکو د هغه په کور بريد وکړ او په بشپړ ډول يې ويجاړ کړ، په ۲۰۱۴ کال کې يې بيا په کور بريد وشو او د ۲۰۱۲ کال په مۍ مياشت کې بيا اسراييلو د هغه کور په نښه کړ.
د سنوار په اړه ويل کېدل چې ډېر بيدار او هوښيار سړی دی، نه ډېر غږېږي او نه ډېر ځان ښکاروي، دغه راز لوړ رهبري مهارتونه لري او د خوځښت په غړو قوي نفوذ لري.

سنوار او د اقصی توفان
د تېر کال د اکتوبر په اوومه د اسراييلي مېشتو سيمو دننه حماس خورا بريالي عمليات ترسره کړل، چې په پايله کې يې تر ۱۲۰۰ اسراييلي ووژل شول او يو لوی شمېر نور بنديان شول. له هغې راوروسته سنوار اسراييلو ته لومړنی مطلوب شخص و او اسراييلو ترې د ځان خلاصول خپل يو اهم ستراتيژيک هدف باله. اسراييلو نوموړی د ياد بريد د مغز متفکر په توګه پېژاند.

د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې بریتانوي حکومت د هغه په ګډون د حماس په ګڼو غړو بنديزونه ولګول او د هغوی شتمنۍ يې کنګل کړې.
د همدې مياشتې په ۳۰مه نېټه فرانسوي چارواکو پلان ونيو چې د شپږو مياشتو په اوږدو کې د هغه شتمنۍ کنګل کړي.
سنوار د دې جګړې په ترڅ کې ښکاره نه راووت، اسراييلي رسنيو دعوه کوله چې هغه غزه کې له ځينو اسراييلو بنديانو سره ليده کاته کړي و او په کره عبراني ژبه يې ورته ويلي وو، چې دوی په تر ټولو خوندي ځای کې دي او هيڅ تکليف به ورته و نه رسېږي.
د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په شپږمه نېټه د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو وويل، چې ځواکونو يې د سنوار کور کلابند کړی دی، خو په موندلو يې و نه توانېدل. د اسراييلي پوځ چارواکي په دې اند وو چې هغه له نورو مشرانو سره په ګډه تر زمکې لاندې د تونلونو له داخله د جګړې رهبري کوي.

له هنية وروسته د حماس مشري
د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱مه حماس اعلان کړه، چې اسراييلو يې د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه د ايران په پلازمېنه تهران کې خپل د اوسېدو ځای کې شهید کړی دی. شهید هنيه هلته د نوي ايراني ولسمشر د معرفي کېدو غونډه کې د ګډون لپاره تللی و.
د قطر په پلازمينه دوحه کې د شهید هنيه له ښخولو وروسته حماس بيا خپلې داخلي ټاکنې ترسره کړې چې د هنيه ځايناستی وټاکي او د اګست په شپږمه يې اعلان کړه چې يحيی السنوار په اتفاق د خوځښت مشر ټاکل شوی دی.

شهادت
د اکتوبر په ۱۷مه د پنجشنبې په ورځ اسراييلي پوځ او استخباراتو په ګډه يوه خبرپاڼه خپره کړه او غزه کې يې د درېيو تنو د شهادت خبر ورکړ.
خبرپاڼه کې ويل شوي وو، چې ښايي په دې دريو تنو کې يو د حماس مشر يحيی السنوار وي. وروسته اسراييلي پوځ د هغه د وژنې پخلی وکړ.
لوړ رتبه اسراييلي چارواکو څرګنده کړه، چې دا کوم پلان شوي عمليات نه وو، بلکې اسراييلي سرتېرو درې تنه ليدلي وو، چې يوې ودانې ته ننوځي او وروسته له دوی سره په جګړه کې ښکېل شول.
دا په داسې حال کې وه چې اسراييلو په ځلونو دعوه کړې وه چې نوموړی په ډېر خوندي ځای کې په داسې حال کې اوسېږي چې شاوخوا ترې اسراييلي بنديان مېشت دي.

سنوار خپل هدف ترلاسه کړ
يحيی سنوار په يوه پخوانۍ وېډيو کې وايي، چې تر ټولو لوی اميد مې دا دی چې د اسراييلو په لاس ووژل شم او سره له دې چې د هغه دښمنانو نوموړی د بنديانو ترمنځ په پټېدو تورناوه، خو دی په ډېره مېړانه دښمن سره په مخامخ جګړه کې شهيد شو او خپل هدف ته ورسېد.
همدې ته په کتو د ټولنيزو شبکو ډېری فعالان دا د اسراييلي استخباراتو لويه ناکامي بولي، چې له دومره لويو دعوو سره سره په دې نه وو خبر، چې سنوار چېرته او څه ډول اوسېږي.
د هغه د ژوند د وروستيو لحظو وېډيوګانې او انځورونه ښيي، چې پوځي يونيفورم يې په تن دی او په سخت ټپي حالت کې هم په خپل روغ لاس په ډرون د لرګي ګوزار کوي.
سنوار د حماس هغه شعار لا پوخ کړ، چې: «دا خو جهاد دی، يا به بريا وي او يا شهادت!».

تړلي موضوعات