اسرائیل په فلسطین کې |۵ برخه| د فلسطین لرغونی تاریخ

اسرائیل په فلسطین کې |۵ برخه| د فلسطین لرغونی تاریخ فلسطین

کنعان یا لرغونی فلسطین او د هغه وګړي: 

د مدیترانې ختیځې غاړې او فلسطین د بشري تمدن له ډېرو پخوانیو هستیو څخه ګڼل کیږي چې تاریخ یې تر میلاد څلور زره کاله هاخوا ته رسیږي، خو د لرغون پوهانو باور دا دی چې دا تمدن تر لسو زرو کالو هم ډېر تاریخ لري. 

نننی فلسطین یا لرغونی کنعان د نړۍ خورا پخوانی تمدن لري. د نوو څیړنو او کیندنو له مخې لس ـ یوولس زره کاله مخکې چي انسان لومړی ځل پر مځکه سکونت پیل کړ او مځکه یې وکرله، نو هغه ټاټوبی همدا فلسطین و. 

دا لا څه، نن معلومه ده چي د نړۍ تر ټولو پخوانی ښار اریحا (Jericho) دی چي همدلته موقعیت لري او دا په نړۍ کي د زاړه مدنیت زانګو بلل کیږي. ځکه د تیرو اته زره کالو راهیسي دا ښار مسلسل آباد دی. 

په اوسني فلسطین یا پخواني کنعان کي، کنعانیان، یبوستیان، عبرانیان، فنیقیان، فلسطینیان او نور ټبرونه میشته وو (له میلاد نه ۳۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ کاله وړاندې). 

کنعان یا لرغونی فلسطین د میلاد نه دوه زره کاله وړاندې، په شمال کې د آموریانو (Amorites) یا سوریایانو سره، په ختیځ او شمال ختیځ کې د بابل (Babylon) له واکمنۍ سره، په جنوب کې د مصر د فرعوني واکمنۍ (Pharaos Empire) او په لویدیځ کي د مدیترانې له سمندرګي (Nediteranian Sea) سره ګډي پولي لرلې. 

دا هېواد هر کله د بابل او مصر د پیاوړو امپراتوریو تر منځ په خوږمن دریځ کې راغلی او زیاته موده د مصریانو تر زبېښاک لاندې کښېوتلی. وروسته له څه مودې (له میلاد نه وړاندې له دوو زرو کالو او یو زر او دوو سوو کالو تر منځ) د کنعان ساحلي برخې په شمال او شمال لویدیځ کي د فنیقیانو او په جنوب لویدیځ کي د فلسطینیانو لخوا آزادې کړای سوې. دغو توکمونو وروسته خپلي ځانګړې واکمنۍ تشکیل کړې چي څو پیړۍ یې دوام وکړ. 

د کنعان ډېرې ځمکې (په تېره بیا منځنۍ او جنوبي برخي) د کرنې وړ نه وې، دا ځکه چي ریګي دښتونه د هیواد له جنوبي لورې ورننوتلي او منځنۍ برخي  یې د غیر ګټورو او ډبرینو وچو غونډیو لخوا ایسارې پاتې وې. خو د شمالي کنعان سیمې  آبادي او د ښه حاصل ورکونکې وې. ځکه چي د ښیرازه هلال (Fertile Crescent) لویدیځ انجام یې ورتشکیل کړی و[1].

زیاته کرنه یې پر اورښت ولاړه وه. یوازې د کنعان ساحلي برخو د خړوبولو څو لارې درلودې چې زیاتره یې د فنیقیانو په واک کي وې. خو د تمدن او تلو راتلو له مخي په ښه دریځ کي پروت و. 

کنعان یا لرغوني فلسطین د آسیا او افریقا تر منځ د یو معبر حیثیت درلود. دا داسې یوه منځوۍ سیمه وه چې د مصر او بابل، فنیقیه، آژیًن (د یونان سواحلو ته څرمه ټاپوګان) او وړوکې آسیا (یعني ترکیې) ټول تمدنونه د خپلو مالونو په وړاندي کولو یا هم د لېږد په توګه د دې ګوټ سره په تماس کي راتلل. البته دا امتیاز په خپل ذات کې د کنعان پر سترتوب او اهمیت باندي بې اغیزې نه شوای پاتېدای. د نیل او فرات پر سیمو د غښتلو ګاونډیانو تر منځ د کنعان دریځ د دې باعث ګرځیدی چي هیواد د پیړیو پیړیو له پاره د هغوی تر منځ د جګړې د ډګر په توګه راشي. 

په کنعان کې د لویدیځ ښاخ سامي نژادو وګړو د بېلابېلو توکمونو په نوم ژوند کاوه. هغوی له میلاد نه وړاندې تر دوولسمې پیړۍ پورې کومه نامتو او یو موټې یا پیاوړې واکمني نه ده مستقر کړې. دا ځکه چي د هیواد په شمال او جنوب کي د غښتلو واکمنیو شتون، او د هغوی تر منځ جکړه مارو سیالیو کنعاني ټبرونو ته د داسي وړتیا فرصت نه دی ورکړی. 

مېشته وګړي زیاتره پوونده او د پرمختګ په لومړي پړاو کي ایسار وو. په تېره بیا د هیواد په ختیځو سیمو یعني د مړه سمندرګي شاوخوا زیات وګړي په مالدارۍ او شپنۍ بوخت وو. په هغه وخت کې (له میلاد نه دوه زره کاله وړاندې) غیر منقول شته د چا په واک کي نه وو. په هماغه زمانه کې د کنعان زیاتې برخې په تېره جنوبي دښتې پیړۍ پیړۍ د مصر تر واکمنۍ  لاندې وې. د مریانو د ډېرښت بهیر او د ملوک الطوایفي ژوند په اوج کي و. 

عمده سامي نژاده اوسیدونکي چې د میلاد نه دوې زریزي وړاندې په ایسار سوي فلسطین کي اوسیدل، د کنعاني، کیني، کنیزي، کدموتي، هیتي، پریزي، رفحامي، آموري، ګرګاشي، یبوستي او نورو ټبرونو څخه متشکل وو، چې د بېلا بېلو مشرتابه وو له خوا اداره کیدل. دا هغه سامي نژاده وګړي وو، چي کنعان ته د حضرت ابراهیم علیه السلام له کوچېدلو نه مخکې همدلته میشته وو. دا قبیلې په مجموع کي د کنعاني ټبر زیږنده ګڼل کیږي. 

فلسطینیان د ابراهیم علیه السلام د کهول څخه وروسته دلته راغلي او میشته شوي دي (۱۳۰۰ قبل المیلاد). خو بني اسرائیل تر فلسطینیانو وروسته، یعني په ۱۱۶۰ قبل المیلاد کې فلسطین ته ورغلل او هلته میشته شول. تورات پخپله دا حقیقت مني (خروج، ۱۳ باب، ۱۷ آیت). لطفأ د «مهمه باریکي او غلط فهمي» مبحث ولولی. البته فلسطینیانو او فنیقیانو د کنعان لویدیځې سمندري څنډې په بېل بېل ډول تر خپلې څارنې او ادارې لاندې کړې وې. 

د دې له پاره، چي د کنعان ستري، نامتو او عمده پرګنیزي ډلې  ښه ترا وپیژنو، غوره به وي چي په بېلو مبحثونو کي یې لنډ وڅیړو، خو لومړی به درې مهمي باریکۍ او غلط فهمۍ وشنو. 

پاتې برخه بیا...

تړلي موضوعات