د یوه داستان پای

د یوه داستان پای فلسطین

د ربيع الثاني ۱۳ مه د چهارشنبې ورځ ده. د غزې جنوب، د رفح د تل السلطان په ويجاړيو کې د ډزو غږونه اورېدل کيږي. يوه ۶۲ کلن سپين ږيري کرۍ ورځ له صهيوني ټانګونو او پياده عسکرو سره په خرپ او ترپ تېره کړې.

سپين ږیري ته دوه ملګري ورپاته دي. هغه که څه هم عمرخوړلی دی، خو د ۱۸ کلن ځوان غوندې چست او هوډمن دی.

خو بالاخره داسې ښکاري لکه د داستان پای چې رانږدې وي. هغه دواړه ملګري له لاسه ورکوي. خپله هم ټپي او له غورځنګه لويږي. د یوې نيمه ویجاړې ودانۍ دننه پر یوه کوچ دمه کوي. 

هغه ستړی دی، نه یوازې د۶۲ کلن ژوند ستړیا، بلکې د یو کلن خونړي جنګ او یوې ستومانه ورځې ستړیا یې په عمر خوړلي بدن سنګيني کوي.

هو، بدن یې ستړی دی، اندامونه يې ټپي او بې سيکه دي، خو روحيه او مورال يې لا هم هماغسې غورځنګي دی. په داسې حال کې چې تک تنها، ټپي او تشه چانټه د اسرائيلي ټانګونو په محاصره کې راګير دی. اما پرتمين عزم یې لا هم د حال په ژبه چيغې وهي چې:

لا خو ژوندی یم، لا خو اخلم ستړې ساه د ژوندون

ترهغو نه مرم،چې مې حق نه وي اداء د ژوندون

خو کله چې عزم پرتمين وي. کله چې ارادې بلندې وي او کله چې روح له  آسمان سره خبرې کوي. بيا يې نو دا غوښن بدن تر پايه د وړلو تاب هم نه لري. بیا نو د غوښو او هډوکو پر بدن درنيږي. تردې چې بدن یې ترې لاندې ونړيږي.

و اذا کانت النفوس کبارا

تعبت في مرادها الاجسام

داسې ښکاري لکه دا له غوښو جوړ څو فټه بدن چې هغه اسمانڅک روح ته د تل لپاره ځواب ورکوي چې ۶۲ کاله یې په ستړې ساه ګرځولی دی.

سپين ږیری محاصره دی، ټپي او بې مرميو هم دی، خو لا یې هم خوا ته ټانګونه نه شي وربېرته کېدای. صهيوني عسکر یو کوچني ډرون وراستوي، تر څو یې مرګ ژوند یا موقعيت معلوم کړي. مول وهلی، په دوړو پټ، بې سېکه غازي یو ډرون ویني چې ودانۍ ته ورننوځي. په خپل قهرجن نظر ورګوري. خو ښی لاس يې یاري نه کوي. له خپل چپ لاسه کار اخلي او په ډرون وار کوي. خو ډرون یې د عکاسۍکیمرې له لارې ټانګونو ته موقعيت ور په نښه کړی دی. په ودانۍ د ټانګ د درنو مرميو باړ چلیږي. او دلته  ده چې یو له آسمانڅکو ارادو ډک زړه حرکت پریږدي، یو خوځنده قامت له غورځنګه لويږي او لکه د غزې د مساجدو د دنګو مینارو په شان په ځمکه رانړيږي.(انا لله و انا الیه راجعون)

صهيوني لښکر چې د مول وهلي غازي له وژلو مطمئن کیږي، د جسد پلټلو لپاره ورځي،خو کله يې چې له مخ څخه دوسمال لرې کوي. له ویرې یې ګبڼۍ نیسي. ځکه د سړي څېره شناخته معلوميږي. لښکر او ټانګونه له بې روحه جسد څخه تښتي. دا سړی يحيی السنوار ته ورته دی. ضرور به یې پر ځان منفجره واسکټ راګرځولی وي، تر څو له شهادت وروسته هم خپل انتقام واخلي.

صهيوني لښکر په ډېر احتياط یوازې د هغه یوه ګوته غوڅوي تر څو د بایوميټريک معاينې لپاره  يې اسرائیلو ته ولیږي. نور له جسد نه لرې ګرځي.

وروسته معلوميږي، دا شهيد چې د ژوند په شان یې بې روحه جسد هم نړیوال کفر ته ویروونکی کابوس دی، هماغه د غزې زمری يحيی السنوار دی. په دې سره د یو نيم میليارديز امت یوازې د یوه اتل داستان پای ته ورسېد.

شېبه وروسته د اتل شهيد انځورونه رسنۍ پر سر اخلي. هغه زخم زخم دی، بدن یې ټوک ټوک دی، دخپل نړیدلي سنګر په خاورو او ډبرو کې دفن دی، خو په وينو لړلی تصوير یې دې بې ضمیره نړۍ ته یو کتاب خبرې لري.

دا معنادار  تصوير به پریږدو چې هرچا ته خپل پیغام ورسوي. او موږ به یوازې ورته دا ووایو چې:

يار مې ټوک ټوک خاورو کې پروت دی

له خپلو روغو اندامو کرکه راځينه

تقبله الله

تړلي موضوعات