شپږ تنه فلسطيني بنديان څنګه د اسرائيلي وحشيانو له زندانه وتښتېدل؟!

شپږ تنه فلسطيني بنديان څنګه د اسرائيلي وحشيانو له زندانه وتښتېدل؟! فلسطین

پوره درې کاله مخکې تر ټولو وحشي او محفوظ (جلبوع) اسرائيلي زندان څخه د شپږو تنو فلسطيني غازيانو تېښتې ټول اسرائيل ولړزول، د دوی څلور تنه يې په عمري بند محکوم وو او په هغه لېست کې اسرائيلو شامل کړي چې د تېښتې احتمال يې ډېر دی او بايد پوره څارنه يې وشي او دوه نورو په حق کې يې لا پرېکړه نه وه شوې. 


دا چې څنګه وتښتېدل او څه ورسره وشول، په هکله يې په ليکنه کې معلومات درسره شريکوو: 


د شپې په ۱:۴۹ بجو يو ټکسي چلوونکي اسرائيلي پوليسو ته خبر ورکړ، چې د زندان ته څېرمه يې درې تنه مشکوک اشخاص وليدل، چې سملاسي اسرائيلي پوليسو په سيمه کې ګزمې پیل کړې او زندان ته څېرمه د تېلو پمپ کارکوونکي يې احضار او ترې پوښتې ګروېږنې يې پیل کړې، د تېلو پمپ کارکوونکو اسرائيلي اشغالګرو ته وويل، چې دوی په ياده سيمه کې يو تن وليد چې دې کار د پوليسو شک لا زيات کړ. 


په همدې شپه ۲:۱۵ بجو د بيسان سيمي د پوليسو مشر د خپلو افرادو سره غونډه وکړه او په ۳:۳۰ بجو سهار د اسرائيلي زندانونو اړوند پوليسو د درې تنو بنديانو د پلټنې عمليات پيل کړل، خو دوی په ۴ بجو کې پوه شول چې درې نه بلکې شپږ تنه فلسطيني بنديان د جلبوع اسرائيلي زندان څخه تښتېدلي خو د دوی د تښتېدو لارې چارې او طريقه لا هم معلومه نه وه. 


ياد بنديان هر يو زکريا الزبيدي، محمود العارضة، محمد العارضة، أيهم کمامجي، يعقوب قادري او مناضل نُفيعات نومېدل. 


د سهار په ۵:۳۰ بجو د اسرائيلو زندانونو چارو ادارې د "متسادا" په نوم ځانګړی ځواک موظف کړ، چې د پوليسو او د اسرائيلي پوځ اړوند سرحدي ځواکونو عناصرو يې هم ملتيا کوله ترڅو د بنديانو د پلټنې لپاره لاس په کار شي همداراز يې د اسرائيلي استخباراتو (شاباک) څخه هم مرسته وغوښتله. 


د پلټنې پرمهال يې د زندان په ځمکه کې يو سوری يا تونل وموند چې شپږ واړه فلسطيني بنديان پرې تښتېدلي وو، زندانيانو د دې تونل کيندلو  لپاره ډېر لومړني توکي لکه کاشوغې او د لوښو سرپوښونه کارولي وو، د دې تونل کيندنې څو مياشتې وخت نيولی وو، دا تونل د بندخونې څخه پيل او بيا د ځمکې لاندې همداسې د زندان تر بهره غځېدلی وو او هلته يو خامه سرک ته وتلی وو، يادو بنديانو چې کله ليدلي وو چې د څارنې برج کې عسکر ويده دی نو د وخت څخه په استفادې په مناسب وخت کې له زندان وتلي وو. 


د ياد تونل څخه له تر وتلو وروسته ياد بنديان د شپې پرمهال څو کيلومتره پياده مزل کړی وو، ترڅو د څار لاندې رانشي، د دوی له وتلو سره سم اشغالګرو اسرائيلي ځواکونو د دوی پلټنه پيل کړه، چې په دې عملياتو کې يې د پوځي الوتکو او ډرون الوتکو او سپيو څخه استفاده کړې وه، د تېښتې څخه پنځه ورځې وروسته دوی بنديان يعقوب قادري او محمود العارضة په الناصرة سيمه کې د سيمه ييزو خلکو لخوا تر خبر ورکولو وروسته ونيول شول، دوه ورځې وروسته بيا زکريا الزبيدي او محمد العارضة په أم الفحم سيمه کې د پېچلو او پراخو عملياتو وروسته ونيول شول او ترڅنګ يې اسرائيلي اشغالګرو د دوه تنو پاتې اسيرانو د پلټنې عملياتو ته ادامه ورکړه. 


له زندانه د تېښتې قابو دوه اونۍ وروسته اسرائيلي پوځ دوه تنه پاتې فلسطيني بنديان أيهم کممجي او مناضل نفيعات هم د جنين په سيمه کې ونيول، خو په دې لړ کې اسرائيلي پوځ پراخه پوځي عمليات په ياده سيمه کې په کار واچول ترڅو ياد بنديان يې په يو پټنځای کې ونيول. 


د جلبوع زندان څخه د بنديانو د فرار د اسرائيلي اشغال په تاريخ کې د بنديانو د تېښتې تر ټولو هيښوونکې او جرتمنده عمليات بلل کېږي، دا عمليات عادي نه وو، بلکې له دې د اشغالګرو اسرائيلو پرضد د فلسطيني مقاومت وړتيا څرګندېږي، چې بنديانو يې وکولای شول تر ټولو په سختو شرائطو او ظروفو کې اسرائيلي امنيتي ادارې وننګوي او له زندان څخه وتښتي، دا بنديان بېرته ونيول شول خو د فلسطيني مقاومت سره يې د دوی د بيا خلاصون روحيه لا غښتلې او قوي کړه او نن ورځ يواځينی اميد د بنديانو د تبادلې په لړ کې د بيا ځل لپاره د دې زړورو او اتلو بنديانو خلاصون دی.

تړلي موضوعات