اسرائیل په فلسطین کې |۳ برخه| د فلسطین لوی ښارونه او مهم بندرونه

اسرائیل په فلسطین کې |۳ برخه| د فلسطین لوی ښارونه او مهم بندرونه فلسطین

لوی ښارونه او مهم بندرونه:


د لومړۍ لويي جګړې نه وړاندې، یعنې د عثماني واک په دوره کې، فلسطین له دريو لویو ښارونو څخه چې د دريو حکومتونو له خوا اداره کېدی، متشکل و. دا درې ولایتونه په دې ډول وو:
لومړی ـ د بیت المقدس یا اورشلیم (Jerusalem) لرغونی او تاریخي ښار چي په وروسته کې د امپراتورۍ د مرکزي حکومت له خوا اداره کېدی.
دوهم ـ د نابلس (Nablus) ولایت چي د بیروت د حکومت له خوا یې څارنه پر ذمه وه.
درېیم ـ د عکا (Acre) ولایت چي د بیروت د حکومت له خوا اداره کېدی.
البته د لومړۍ لويي جګړې څخه وروسته، کله چې د فلسطین د سیاسي او اداري چارو واګي انګلستان واخیستې، دا هېواد د نوي تشکیل له مخې د شپږو ولایتونو او شپاړس ښارونو څخه متشکل و. دا شپږ ولایتونه دا دي:

لومړی ـ د اورشلم یا بیت المقدس (Jerusalem or The Holy Land) ولایت چي مرکز یې «قدس» یعني د فلسطین پایتخت و.
بیت المقدس د یهودیانو، عیسویانو او مسلمانانو له پاره ډېر سپېڅلی دی او د زیات درناوي حیثیت او دریځ لري. د قدس ښار د دوو عمده برخو څخه تشکیل سوی دی، یعني زوړ ښار او نوی ښار. په زوړ ښار کې د مسلمانانو، عیسویانو او یهودیانو مقدس مکانونه شتون لري. د ښار دغه برخه د هماغه کلا په منځ کي چي په ۱۵۲۴ میلادي کال کي عثماني واکمن (سلیمان قانوني) ودانه کړې ده، پروت دی. د دې زړې کلا په منځ کې حرم شریف هم ځای لري. په حرم شریف کي د مسلمانانو ځیني سپېڅلي مکانونه لکه «قبة الصخره»، د «اقصی مسجد» او نور شتون لري.

همدارنګه د «قیامت کلیسا» هم په دې ښار کي موجوده ده. دغه کلیسا په ۳۲۶ میلادي کال کي د کنستانتین (Constantine) له خوا د حضرت عیسی علیه السلام پر موهوم او تخیلي قبر باندي ودانه سوې ده او د ۱۱۳۰ ـ ۱۱۴۹ میلادي کلونو په ترڅ کي صلیبیانو دا کلیسا بیا له سره ودانه کړه.
د قدس نوی ښار چي د زاړه ښار څخه لوی دی، د دې کلا نه د باندي پروت دی. نامتو عبراني پوهنتون او بېلابېلي ودانۍ همدلته واقع دي.

د اورشلم یا بیت المقدس د ولایت مهم ښارونه «الخلیل» (Hebron)، «بیت الحم» (Bethlehem) او رامله (Ramallah) دي.
د حضرت ابراهیم علیه السلام حرم چې د ده او د ده د میرمني (ساره) پر قبرونو ودان سوي، هم په الخلیل کي پروت دی.
حضرت عیسی علیه السلام په بیت الحم کي زوکېدلی او د «المهد» کلیسا پر هغه غار باندي ودانه سوې ده چي حضرت عیسی علیه السلام پکښي پیدا سوی دی.
د «بیت جالا» (Beit Jala) او «اریحا» (Jericho) نامتو تاریخي ښارونه، چي په ژمي کي د فلسطین د استوګني ځایونه دي، هم په رامله کې پراته دي.
یادونه: د بیت المقدس ښار به د همدې فصل په پای کي مستقل شرح کړو.

دوهم ـ غزه (Gaza):

غزه د هېواد په جنوب لویدیځ کي د مصر او مدیترانې د سمندرګي د اتصال د نقطې حیثیت لري. د دې ولایت مرکز هم د غزې ښار دی. باید وویل سي چي د هاشم ابن عبدالمناف یعني د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم د نېکه قبر، او د فلسطین لوی هوايي ډګر په همدې ښار کې شتون لري. غزه د پوځي او ستراتیژیکي پلوه ډېر اهمیت لري. همدا رنګه د دې ولایت اوربشې ډېر شهرت لري.

غزه په حقیقت کي د جنوبي فلسطین له پاره خورا مهم دریځ لري، حتی د ځینو په عقیده غزه د هېواد د دې ګوټ د کیلي حیثیت لري.
د غزې د ولایت نامتو ښارونه خان یونس (Khan Yunis)، مجدل (Majdal)، بیًرسبع (Beersheba) [فالوجه، اسدود او حمامه] دي. بیًرسبع چي د نجف مرکز دی د فلسطین زیاته برخه جوړوي. د دې ښار په چار چاپیر کي د څارویو روزنه او کرنه هم کېږي. اوسېدونکي یې بدوي عرب دي چي د پېړیو پېړیو راهیسې دلته ژوند کوي، خو اوس ډېر عصري سوي دي.

درېیم ـ لیدا یا اللید (Lyd or Al Lyd):
دا ولایت د فلسطین په جنوب کي پروت دی چي مرکز یې د یافا (Jaffa) ښار دی. یافا د نارنج د پیداوارو او هم د تجارتي او صنعتي پلوه ښه دریځ لري.
د لیدا د ولایت نامتو ښارونه تل ابیب (Tel Aviv) چي یو بشپړ یهودي او نوی ښار دی، یافا او نور دي.
څلورم ـ سامره (Samaria):
دا ولایت د اردن د سیند په لویدیځ کي پروت دی. مرکز یې د نابلس (Nablus) ښار دی. د سبسطین (Sebastian) تاریخي ښار، جنین (Genin)، طولکرم (Tulkaram)، قلقلیلیه (Qalqilyeh) او عنبتا (Anabata) یې نامتو ښارونه دي.
پنځم ـ الجلیل (Galillee or Al Jalil):
دا ولایت د هیواد په شمال کې، یعنې په شمال ختیځو پولو کې د سوریې او په شمالي پولو کي د لبنان سره ګډ سرحد لري. مرکز یې د ناصره (Nazareth) ښار دی. حضرت عیسی علیه السلام په دې ښار کي ظهور وکړ او همدلته یې ژوند کاوه. د دې ولایت نامتو ښارونه عکا (Acre)، صفد (Safad) او طبریه (ُTiberias) دي. همدارنګه حطین (د هغې لويي جګړې محل چي په ۱۱۸۷ میلادي کال کې صلاح الدین ایوبي صلیبیانو ته ماته ورکړه) هم دې ښار ته څېرمه پروت دی.

شپږم ـ حیفا (Haifa):
دا ولایت د فلسطین په شمال لویدیځ کي د مدیترانې د سمندرګي پر څنډه پروت دی. د دې ولایت مرکز همدا د حیفا ښار دی. باید وویل سي چې د حیفا سمندري بندر دې ښار ته ځانګړی اهمیت وربخښلی دی. د عراق د تېلو پایپ لاین د ۱۹۴۸ میلادي کال نه مخکې دغه بندر ته غزېدلی و چي تېل د حیفا د تېلو په چڼ ځای (Refinery) کي د تصفیه کېدو نه وروسته لویدیځ ته رسول کیدل. 

حیفا پرته له دې، یو تجارتي او صنعتي او همدارنګه د کرني له مخې هم خاص دریځ لري. حیفا ډېر سمسور او د ښه اقلیم درلودونکی او یو عصري ښار دی. 
د پورتنیو شپږو ولایتونو تشکیل او بنسټیز یووالی خصوصاً په ۱۹۴۷ میلادي کال کې ګډوډ او له منځه ولاړ. ځکه په دې ترڅ کې فلسطین د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پریکړې له مخې پر دوو برخو (یو عربي دولت او بل یهودي دولت) باندي تجزیه کړای سو. په دې ترتیب د فلسطین زیات ښارونه د هغوی د بومي او لرغونو اوسیدونکو د هیلی او سلا مشورې نه پرته تجزیه سول. د فلسطین عمده او لوی سمندري بندرونه د مدیترانې د سمندرګي پر څنډه پراته دي. په دې لړ کي تر ټولوغوره او مهم د حیفا بندر دی. دلته د لویو بېړیو تم ځای او بېلابېلي آسانتیاوې جوړې سوې دي. په دې بندر کې زیات شمیر وګړي په کارونو بوخت دي. البته د یافا او عکا بندرونه هم د ځانګړی اهمیت درلودونکي دي. د غزې سمندري بندر په تېره بیا په پوځي برخه کي سترتوب لري. 
په جنوب ختیځ کي د سور سمندرګي پر غاړه عقبې ته څېرمه یو عمده بندر چي ایلات (Eilat) یې بولي پروت دی. دغه بندر د وړلو راوړلو او ستراتیژیکي پلوه خورا اهمیت لري. 

تړلي موضوعات