پنځه کتابونه چې سنوار په زندان کې ليکلي او ژباړلي؛ د هغه فکر څرګندوي

پنځه کتابونه چې سنوار په زندان کې ليکلي او ژباړلي؛ د هغه فکر څرګندوي فلسطین

اسراييلي ځواکونو د اسلامي مقاومت خوځښت (حماس) نوی مشر يحيی السنوار څو ځل غزه کې نيولی و او څلور ځل د عمري بند سزا يې وراورولې وه، خو نوموړی په ۲۰۱۱ز کال کې د بنديانو د يوې تبادلې پر مهال راخوشې شو. سنوار په همدې موده کې د اسراييلي زندانونو دننه ځينې کتابونه وليکل او وژباړل، چې د هغه د فکر کولو طريقه ترې څرګندېږي.

د زندان دننه د ۲۳ کلونو په موده کې سنوار عبراني ژبه زده کړه، هغه ډېری وخت په زده کړه، مطالعه او ليکنه تېر کړ او د اسراييلي فکر ژورو ته يې لار وکړه.

سنوار په ۱۹۶۲ز کال د غزې په خان يونس پنډغالي کې زېږېدلی، په عربي ژبه کې ليسانس لري، په ۱۹۸۸ز کې اسراييلو ونيو او څلور ځل يې پرې د عمري بند پرېکړه کړې وه.

په ۲۰۱۱ کې د اسراييلو او فلسطيني حکومت تر منځ د «وفاء الأحرار» په نامه د بنديانو په يوه تبادله کې له راخوشې کېدو وړاندې هغه پنځه داسې کتابونه وليکل او وژباړل چې د اسراييلي فکر اړوند د هغه ليد او پوهه ترې څرګندېږي.

«الشاباک بين الأشلاء»

هغه کتاب چې سنوار عربي ژبې ته ژباړلی او ليکوال يې د «شاباک» رييس و. کتاب د اسراييلو د داخلي امنيت د ادارې رول څرګندوي چې په «شاباک» پېژندل کېږي او د اسراييلو لومړني لومړي وزير «ډېوېډ بن غورين» يې بنسټ ايښی و.

کتاب کې د شاباک د کار تفصيلات راوړل شوي دي او دا چې دا سازمان د اسراييلو د لومړي وزير د اوامرو پيروي کوي او رسمي دنده يې له توطيئو او کودتاو د دولت ژغورل او د داخلي امنيت ملاتړ دی.

 

«الأحزاب الإسرائيلية» کتاب

د اسرائيلي ګوندونه په نوم دغه کتاب په ۱۹۹۲ کې چاپ شوی او سنوار عربي ژبې ته ژباړلی دی. کتاب د تېرې پېړۍ په نوييمو کلونو کې د اسراييلو له سياسي ګوندونو او د هغوی له پروګرامونو او لارو چارو غږېدلی دی.

دغو کتابونو ته د سنوار د پاملرنې لامل، د اسراييلو د داخل او د فلسطيني اسراييلي جګړې په پيل کې د پرېکړو په کولو کې د سياسي ګوندونو د رول  په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په اهميت د هغه باور و.

 

«شوک القرنفل» ناول

شوک القرنفل يا د لونګو اغزی په نوم ناول د سنوار خپله ليکنه ده چې په ۲۰۰۴ز کې يې وکړه او په ۳۰ څپرکيو کې يې په کې له ۱۹۶۷ز راهيسي د فلسطيني مقاومت داستان ليکلی دی. هغه په دې کتاب کې د فلسطيني قضيې ډېر مهم او اساسي تفصيلات په تاريخي توګه بيان کړي دي.

ناول خپل لوستونکي د فلسطين لارو کوڅو ته ور کشکاږي، د مقاومت ستاينه کوي او د ځايي خلکو د ژوند په تياره اړخونو -لکه بې وزلي او د اسانتياو نه شتون- رڼا اچوي.

 

«المجد» کتاب

المجد چې د برم په معنا دی، په ۲۰۱۰ز کال کې چاپ شو، دا کتاب هم د شاباک د کار په طريقه ليکل شوی دی، چې دا اداره څنګه خپل معلومات راټولوي، څنګه جاسوسان او لاسپوڅي جذبوي او ګوماري، د پوښتنو ګروېږنو پر مهال له روحي او جسدي پلوه له کومو وحشي لارو چارو کار اخلي او د دې برخې په پرمختګ او پېچلتياو غږېږي.

سنوار –د اسراييلو په يوه زندان کې د بند پر مهال- وويل، چې د دې کتاب اهميت په دې کې دی چې دا اداره څومره حساسه او د فلسطيني اسراييلي ټکر اړوند کړنې يې څومره خطرناکې دي. دغه راز څومره معلومات چې د دې ادارې د راتلونکې په اړه ترلاسه کېدی شي؛ د هغې مطالعه خورا اړينه ده، ځکه نو سنوار د دې کتاب لیکل خپل فرض وبلل.

 

«حماس: التجربة والخطأ»

يعنې حماس: تجربه او خطا؛ د حماس د نوي مشر يحيی السنوار بله ليکنه ده، چې د وخت په اوږدو کې د اسلامي مقاومت خوځښت (حماس) او د هغه د پرمختګونو په اړه په کې غږېدلی دی او له اسراييلو سره په ټکر کې يې د دې جهادي ډلې –چې خپله دی يې هم يو مهم غړی دی- په راتلونکې رڼا اچولې ده.

يحيی السنوار د حماس د شهيد مشر اسماعيل هنيه له شهادت وروسته د دې ډلې د مشر په توګه اعلان شو، نوموړی چې يو پياوړی نظامي يادېږي؛ اسراييل يې د تېر کال د اکتوبر د اوومې د بريدونو د مغز متفکر په توګه په کلکه تلاش کوي، خو په دغه بريد او ورپسې جګړه له لسو مياشتو تېرېدو وروسته يې هم د نوموړي هيڅ څرک ترلاسه نه کړ. 

تړلي موضوعات