د غزې په ټولوژنه يو کال تېر شو... د اسراييلو سترګې په غربي ملاتړ سرې دي

د غزې په ټولوژنه يو کال تېر شو... د اسراييلو سترګې په غربي ملاتړ سرې دي فلسطین

غربي هېوادونو د غزې د روانې جګړې په پيل کې په زغرده د اسراييلو د هر ډول ملاتړ سينه وډبوله او ورپسې يې په ټولو برخو کې دغه ملاتړ ته دوام ورکړ. ترورېزم سره د مبارزې او استخباراتي څېړنو اروپايي مرکز په خپله يوه مقاله کې کاږي چې د غرب دغه ملاتړ په ډيپلوماتيکو، نظامي او استخباراتي برخو کې دی.

د امريکا متحده ايالاتو په امنيت شورا کې د هغې پرېکړې ضد د ويټو حق وکاراوه چې غزه کې يې د اسراييلو د بريدونو درولو غوښتنه کوله.

الماني سلاکار اسراييل يو ډيموکرات دولت وباله چې انساني مبادي لري.

د امريکا کانګرېس د بهرنيو نظامي مرستو په برخه کې اسراييلو لپاره د ۱۷ ميليارد ډالرو په ځانګړي کولو هوکړه وکړه.

المان په ۲۰۲۳ کال کې د ۳۲۶،۵ ميليون يورو په ارزښت وسله اسراييلو ته ورکړه، چې د تېر کال په نسبت ۱۰ سلنه ډېروالی ښيي.

له امريکا او المان پرته بريتانيا، فرانسې او ايټاليا هم اسراييلو سره په نظامي او غيري نظامي ډګرونو کې مرستې کړې دي.

 د پرله‌پسې يو کال په اوږدو کې اسراييلو په دغو وسلو د غزې بې ګناه خلک له يوې مخې ووژل او د داسې کولو جرئت له هغه نامحدود سياسي او نظامي ملاتړه اخلي، چې د امريکا له متحده ايالاتو او اروپايي دولتونو له لوري ورته ترلاسه دی.

 دغو دولتونو او په ځانګړي ډول امريکا په دې ډېر ټينګار وکړ، چې اسراييل د ځاني دفاع حق لري او ژمنه يې وکړه چې هر څه يې په وس پوره وي؛ د هغې مرسته به ورسره کوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه امريکا په امنيت شورا کې د هغې پرېکړې اړوند د ويټو حق وکاراوه؛ چې له مخې يې غزې ته د انساني مرستو د رسولو په پار د اسراييلو د بريدونو بندولو غوښتنه کړې وه.

 

همغه مهال غربي دولتونو غزه کې د اسراييلو بريدونه و نه غندل او د اوږدې مودې لپاره چوپه خوله پاتې وو؛ کله يې هم په غوڅ ډول د اوربند غږ پورته نه کړ.

په همدې سلسله کې متحده ايالاتو بيا ځلي د ډسمبر په اتمه نېټه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د هغې پرېکړې ضد ويټو وکاروله، چې غزه کې يې د بېړني اوربند غوښتنه کوله.

 د ډسمبر په ۱۳مه مصر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په يوه بېړنۍ ناسته کې د فلسطين اړوند يوه پرېکړه وړاندې کړه، چې د ترکيې په ګډون ۱۰۰ نورو دولتونو ورسره په دې وړاندې کولو کې ګډون وکړ او د ۱۵۳ رايو په اکثريت پرې هوکړه وشوه، خو ۱۰ رايې يې په ضد وکارېدې. امريکا هم په هغو دولتونو کې وه چې دا پرېکړه يې رد کړه.

 د مارچ په ۲۵مه په هغه پرېکړه ليک موافقه وشوه، چې امنيت شورا د روژې مياشت کې غزه کې د بېړني اوربند لپاره غوښتې وه، دغه پرېکړه ليک چې د غير دايمي غړيتوب لرونکو هېوادونو له لوري چمتو شوی و، له ۱۵ غړو څخه ۱۴ هغو ومانه، خو يوازې د امريکا متحده ايالاتو يې په ضد رايه وکاروله.

 

د روانې جګړې له پيل راهيسې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن منځني ختيځ ته ۱۰ سفرونه کړي، چې په نهو کې اسراييلو ته هم تللی دی.

 امريکا په دې هر څه سربېره د تېرې جولای په ۲۴مه نېټه د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ته دا زمينه هم برابره کړه، چې د يوه ساعت لپاره د امريکايي کانګرېس مخې ته وينا وکړي. سره له دې چې کانګرېس کې ځينو غړو د هغه په شتون اعتراض وکړ، خو ډېرو نورو ورته چکچکې ووهلې.

بل پلو المان د هېواد دننه د اسراييلو په ضد په هر ډول فعاليت بنديز ولګاوه او داسې نوي قوانين يې رامنځته کړل، چې د سرغړونې پر مهال پلي شي، د بېلګې په توګه که څوک د فلسطين په ملاتړ ځينې شعارونه ورکړي، يا د اسراييلو په ضد ناره پورته کړي، نو د دې هېواد تابعيت به نه ورکول کېږي.

 

الماني سلاکار اولاف شولز ټينګار وکړ، چې اسراييل د نړيوال قانون ټولو مادو ته ژمن دي او زموږ ملاتړ به يوازې تر خبرو پورې محدود نه وي، بلکې نتنياهو ته يې وويل، چې د اړتيا پر مهال پرې غږ وکړي او دوی به يې سمدستي مرستې ته ورودانګي.

 د المان د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بيربوک وويل چې هېواد به يې اسراييلو ته «هر هغه ملاتړ ورکړي، چې اړتيا ورته لري».

بل پلو د اروپايي ټولنې د کميسيون مشرې اورسولا فون ډير لاين وويل، چې دوی به اسراييلو ته «غير مشروط ملاتړ» وړاندې کړي. نوموړې له هغو اروپايي مشرانو ده چې د اکتوبر له ۷مې وروسته له هر چا وړاندې اسراييلو ته ولاړل.

 سره له دې چې غزه کې د اسراييلو په وحشي بريدونو کې د بې ګناه ولسي وګړو د مړينې شمېره له ۴۰ زرو اوښتې ده، خو غربي هېوادونه لا هم د اسراييلو له غندنې چوپ دي، بلکې په زغرده وايي، چې دوی به په ټولو لارو چارو د هر بريد په ضد د تل ابيب مرسته کوي.

 

له اسراييلو سره درنې نظامي غربي مرستې

 

د سولې د څېړنو لپاره د سټوکهولم نړيوال انسټيټيوټ له نويو معلوماتو سره سم د امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۱۱- ۲۰۲۰ کلونو په موده کې د اسراييلو د ټولو اړتياو ۷۰.۲ سلنه اړتياوې پوره کړې. ورپسې المان ۲۳.۹ او ورپسې ايټاليا ۵.۹ سلنه کې دي.

 امريکايي کانګرېس دغه راز په وروستيو کې د ۹۵ ميليارد ډالرو په ارزښت نورو هېوادونو ته د نظامي مرستو په لړ کې ۱۷ ميليارد ډالر اسراييلو ته ځانګړي کړل او هوکړه يې پرې وکړه.

 رسمي امريکايي سرچينو رويټرز ته ويلي، چې امريکا د ۷ اکتوبر او د تېرې جون د ۲۸مې نېټې ترمنځ موده کې ۱۴ زره "MK-84" ډوله توغندي او ۶۵۰۰ داسې بمونه استولي، چې هر يو يې ۲۲۷ کيلو ګرامه وزن لري.

دغو سرچينو زياته کړه، چې واشنګټن دغه راز له هوا څخه د زمکې ويشتونکي رهبري کېدونکي هيلفاير توغندي هم اسراييلو ته ورکړي دي. دغه راز يې ۱۰۰۰ دانې هغه بمونه، چې له موانعو هم تېرېږي، ۲۶۰۰ کوچني بمونه چې له هوا غورځول کېږي او نورې ډېرې ذخيرې يې ورکړې دي.

 د اسراييلي «هآرتس» ورځپاڼې له راپور سره سم د اکتوبر د ۷مې د ۲۰۲۴ تر جولای له متحده ايالاتو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له امريکايي بېزونو د نظامي او ملکي مرستو ۱۷۳ الوتکې راپورته شوي او اسراييلو ته يې د وسلو او تجهيزاتو په شمول نور شيان راوړي دي.

 وروستيو کې د اسراييلو دفاع وزارت د سپتمبر په ۲۶مه نېټه وويل، چې د دفاع وزارت عمومي مدير ايال زمير له واشنګټن سره يو تړون لاسليک کړی، چې له مخې به يې اسراييل د ۸.۷ مليارد ډالرو په ارزښت امريکايي مرستې ترلاسه کړي.

 

المان د اکتوبر له ۷مې راهيسې د وسلو پلور زيات کړی

 المان په ۲۰۲۳ کال کې په اسراييلو د ۳۲۶.۵ مليارد يورو په ارزښت وسله په اسراييلو پلورلې، چې د تېر کال په نسبت ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي. دغه هېواد د اکتوبر له ۷مې راهيسې په اسراييلو د وسلو پلور دوه برابره کړی دی.

د غزې په تړانګه د اسرييلو د بريدونو په لومړيو اوونيو کې الماني حکومت له اسراييلو راغلې ۱۸۵ نوې غوښتنې تاييد کړې، چې تل ابيب ته يې د وسلو صادرولو اجازه غوښته.

د الماني حکومت له معلوماتو سره سم په ۲۰۲۳ کال کې ۳۰۸ نورې دغسې غوښتنې يې هم منلي چې اسراييلو ته د تجهيزاتو د ورکړې په پار وې او قيمت يې ۳۲۷ مليون يورو ته رسېد.


 برتانيا اسراييلو ته عرضه کوونکی

 

د «د وسلو د سوداګرۍ ضد کمپاين» له راپور سره سم انګلستان له ۱۹۶۷ کال راهيسې په اسراييلو وسلې او نظامي تجهيزات پلوري.

په وروستيو لسو کلونو کې اسراييلو سره د انګلستان د وسلو او تجهيزاتو سوداګري نږدې ۵۰۰ مليونه سټرلينګي پاونډو ته رسېدلې ده.

انګلستان هغو شرکتونو ته ۱۴۰۱ جوازونه وېشلي، چې په وروستيو لسو کلونو کې يې په اسراييلو وسله پلورلې ده.

د تېر کال د اکتوبر د اوومې او د روان کال د مۍ ترمنځ موده کې انګلستان له سلو ډېر نور هغه جوازونه وېشلي، چې اسراييلو ته پرې وسله صادرېږي.

 نور دولتونه

ايټاليا هم اسراييلو ته د وسلو يو لوی عرضه کوونکی بلل کېږي او په وروستيو کې يې په اسراييلو وسلې پلورلې دي.

دغه هېواد له دې سره سره اسراييلو ته دا وسلې ورکړې دي، چې حکومت يې د قانون په رڼا کې هغو دولتونو ته د وسلو صادرول منعه کوي، کوم چې بشر حقوق تر پښو لاندې کوي.

فرانسه:

په رسنيو کې خپاره شوي معلومات ښيي، چې فرانسې هم اسراييلو ته دفاعي تجهيزات استولي دي، په دې کې داسې تجهيزات هم شته چې په «اوسپنيزه ګنبذ» کې کارول کېږي.

 غير حکومتي ادارو د فرانسې دولت ضد په اسراييلو باندې د فرانسې د وسلو پېرلو لپاره قضايي دعوې هم راپورته کړې.

هنګري، سويډن او نورو هېوادونو هم اسراييلو سره د وسلو د سوداګرۍ يا مرستو اړوند بېلا بېل هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.

د نړۍ په يو بد بشري ناورين کې د امريکا په مطلق ملاتړ اسراييل د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهيسې غزه کې د بې ګناه فلسطينيانو نسل وژنه کوي، چې له امله يې تر دې دمه تر ۱۵۰ زرو پورې وګړي وژل شوي او ټپيان دي، چې ډېری يې مېرمنې او کوچنيان دي، له ۱۰ زرو ډېر نور تری تم دي، غزه نږدې په بشپړ ډول ويجاړه او له ژوند کولو وتلې ده او پاتې وګړي يې نه يوازې له سختې لوږې کړېږي بلکې د ژوند له هر ډول نورو اسانتياو په بشپړ ډول محروم دي.

تړلي موضوعات