سګرټ په دماغي سکته د اخته کېدو ګواښ ډېروي

سګرټ په دماغي سکته د اخته کېدو ګواښ ډېروي طبي او روغتیايي

په «نيوز ميډيکل» وېبپاڼه کې خپرې شوې يوې نوې څېړنه کې ويل شوي، چې سګرټ څکول ځوانانو کې په دماغي سکتو د اخته کېدو ګواښ ډېروي.

د اعصابو د پوهې اړوند په امريکايي علمي مجله کې خپرې شوې دغې څېړنې موندلې چې سګرټ څکول او په ځانګړي ډول يې ډېر څکول نوي ځوانان او هغه خلک چې عمرونه يې د ۴۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي، د نامعلوم لامل په دماغي سکتو اخته کولی شي.

څېړنه کې زياته شوې ده، چې هغه دماغي سکتې چې لاملونه يې نه دي معلوم او د نامعلوم لامل دماغي سکتې بلل کېږي، د وينې د پمپ کېدا بندېدو له امله رامنځته کېږي، خو دا څرګنده نه وي، چې وينه ولې بنده ده.

کمزوري، خبرو کې سختي او د نظر ستونزې د دماغي سکتو د دې ډول نښې دي، چې ډېری يې له ۶۵ کلنۍ وروسته رامنځته کېږي او کله ښايې وژونکې ثابتې شي.

څېړنې دې ته اشاره کړې، چې د نامولوم لامل دغه سکتې ډېری په هغو خلکو کې رامنځته شوې دي، چې سګرټ ډېر څکوي. څېړونکو د سګرټو هغه شمېر په نظر کې نيولی، چې يو انسان يې په ورځنۍ توګه څکوي.

د څېړنو موندنو کې ويل شوي، چې کومو خلکو چې په کال کې له شلو ډېر ډبي سګرټ څکولي دي، هغوی د هغو په نسبت څلور برابره زياته د نامالوم لامل له دماغي سکتو سره مخ دي، چې سګرټ يې نه دي څکولي.

دغه ګواښ بيا په نارينه‌و کې تر ټولو په لوړه کچه کې ښودل شوی دی، چې اووه برابره دی او له ۴۵ تر ۴۹ کلونو عمر لرونکو کې د دې ګواښ نسبت ۵ برابره ښودل شوی دی.

تړلي موضوعات