دویمه برخه: د الجزيرې تازه مستند کې د «اقصی د طوفان» پټ اړخونه؛ د طوفان لامل، پلانونه، پايلې او…
دویمه برخه
ــــــــــــ
د الجزيرې تازه مستند کې د «اقصی د طوفان» پټ اړخونه؛ د طوفان لامل، پلانونه، پايلې او…
ايا حماس اسرائيل تېرويستلي وو؟
هو! حماس د اسرائیلو په تېرويستلو او ويده ساتلو توانېدلی و او سره له دې چې د حماس مشرانو له دې بريده په وړاندې وختونو کې په ځلونو په خپلو ويناوو کې د اقصی طوفان ته اشارې کړې وې، خو اسرائيل بيا هم ويده وو. مستند د حماس د شهيد مشر يحيی السنوار د وينا يوه ټوټه رااخلي چې د اقصی د طوفان يادونه کوي، هغه اور غورځوونکی بولي او زياتوي چې «اسرائيلي اشغالګر او ټول هغه خلک به ولړزوي، چې اسرائيلو سره د اړيکو عادي کولو هڅې کوي».
په يوه بله برخه کې د حماس وياند ابو عبيده هم په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کوي، چې اسرائيل به له حيرانيو سره مخ کړي، هغه وايي: «څرګنده به شي، چې موږ د کلونو کلونو لپاره د اسرائيلو د امنيتي سيستم او شاباک په ضد څه ډول پېچلې ستراتيژيکه غولونه کارولې ده».
د اسرائيلي پوځ پخوانی سلاکار او استخباراتي افسر الون اويتار په دې اړه وايي: «موږ بايد دا ومنو؛ حماس د اسرايئلو په غولولو او ويده ساتلو وتوانېد او د دوو يا درېيو کلونو په اوږدو کې يې پېچلی فريب په کار اچولی و».
اسرائيلو ته مطلوب «الحداد» وايي: «پرېکړه دا وه چې د دښمن د غولولو او په ستراتيژيک ډول بې لارې کولو پلان پلی شي، داسې چې موږ اسرائيل په دې ګومان کړل چې موږ د هغو له لوري له رامنځته شويو اسانتياوو خوند اخلو، په داسې حال کې چې موږ د جګړې لپاره د بشپړ چمتووالي په نيولو بوخت وو».
د بريد اهداف کوم وو؟
سره له دې چې د بريد هدف د اسرائیلي پوځ د غزې فرقه وه، خو دا چې د حماس جنګيالي وتوانېدل په چټک ډول دغه فرقه له منځه يوسي؛ جګړه سيمه کې نږدې کیبوتسونو «kibbutzim» او استوګنځايونو ته وغځول شوه، بريد کې د حماس يو ګډونوال قوماندان يې په اړه وايي: «بريد وروسته نږدې کیبوتسونو ته وغځول شو او هلته امنيتي مرکزونه په نښه شول، څو هلته ورتښتېدلي اسرائيلي سرتېري او پوځي افسران په نښه شي».
د الجزيرې خبريال په دې اړه د منځني ختيځ د چارو له متخصص ليکوال انډرياس کريګ پوښتي، چې ايا حماس د خپل هدف په توګه يوازې د غزې فرقې په ټاکلو کې بريالی و؟
د هغه ځواب داسې دی: «پلان دا و چې د غزې شاوخوا پوځي مراکز په نښه شي او اسرائيلي سرتېري يرغمل ونيول شي او غزې ته يووړل شي، ښايي دا به هم په پلان کې وه چې سيمې ته نږدې کوم کيبوتس هم په نښه شي، فکره کله هم داسې نه وه چې په دومره ډېر شمېر جنګيالي اسرايئلي مېشتو سيمو ته دننه شي، نو طبيعي وه چې دوی څومره مخکې تلل، هغومره ډېر له ملکيانو سره مخ کېدل».
د اسرائيلو درواغژن روايت:
د «بيئري» کیبوتس په اړه اسرائیلي رسنيو په همغو ورځو کې داسې کيسه خپره کړه، چې هلته د حماس له لوري سخت ورانی رامنځته شوی او ملکي وګړي يې وژلي دي، چې کوچنيان هم په کې دي، مستند د اسرائيلو د همدې ادعا اړوند خپرې کړې څو صحنې راخيستې دي، په يوه صحنه کې يو تن اسرائیلي يو بل تن ته د موبايل په سکرين کې ښيي، چې «دا کوچنی دی، دغه دی»، خو مقابل لوری ورته وايي چې په ډېره بښنه، خو ما ته دلته کوم کوچنی نه ښکاري»، اسرائيلي بېرته ګډې وډې او نابشپړې جملې ورته ووايي.
خو الجزيري د کتايب القسام له يوه هغه جنګيالي سره په دې اړه خبرې کړي، چې په بيئري کیبوتس باندې بريد کې يې ګډون کړی و او په معجزانه ډول له دې نښتو روغ راوتی و، هغه وايي: «دغه کیبوتس ته چې کله ورسېدو، ګورو چې له هر لوري ترې د اغزنو تارونو دېوالونه راتاو دي، موږ خپل ځواکونه څو لورو ته ووېشل چې بريد اسان شي، خو بريد زموږ له تصور او زموږ له نيولي چمتووالي ډېر اسان و، له څو اړخونو مو دېوال مات کړ او بيا په څو شېبو کې د کیبوتس دننه وو، دا يو لوی کیبوتس دی، لکه يو ښار...».
خو سره له دې چې د قسام ځواکونه د امنيتي دېوال د ماتولو دا بريد نسبتا اسان بولي، خپرو شويو راپورونو وښوده چې هلته ګڼ شمېر نښتې رامنځته شوې.
«کومه نښتې چې د کیبوتس دننه رامنځته شوې، د پلې کېدا له پلوه خورا پېچلې وې، ځکه د اسرائيلو کوم ځواکونه چې «د اقليمي دفاع ځواکونه» نومېږي او د ملکي وګړو جامه اغوندي؛ د کورونو دننه غلي شوي وو، دغه راز وسله وال اسرائيلي وګړي او د غزې له فرقې تښتېدلي پوځي افسران او پوځيان... دوی ټولو د کورونو دننه ځانونه پټ کړي وو، ډېر داسې وشو چې ښځې يا بوډاګان چې وسلې ورسره وې؛ په مجاهدينو يې بريدونه وکړل، زموږ ګڼ شمېر مجاهدين په همدې ډزو کې ټپيان شول، هغوی د عمومي قايد ابو محمد الضيف لارښوونو ته ژمن وو، چې: «هر چېرې مو چې وموندل ويې وژنئ، خو بوډاګان او کوچنيان مه وژنئ...».
د قسام دغه مجاهد وايي چې موږ ځينې کورنۍ او کوچنيان وموندل؛ نو موږ يې داسې ساتنه وکړه لکه د خپل ځان ساتنه چې کوو، اوبه مو ورکړې او الله شاهد دی چې موږ يوازې هغه خلک وژل چې له موږ سره په جګړه کې کښېوتل». د يادونې وړ ده چې په همغو ورځو کې خپرو شويو ځينو ويډيوګانو کې خپله اسرائيلي وګړو هم د حماس د مجاهدينو د دغه ډول چلن پخلی وکړ، خو د اسرائيلي استخباراتو روايت له دې بدل و.
«ما خفي أعظم» د دې بريد په ورځ د وژل شويو اسرائيلو هغه نوملړ هم راخيستی چې خپله اسراييلو خپور کړی او نږدې ټول ښودل شوي خلک په کې نظاميان دي.
د عملياتو بله موخه:
د حماس د دې عملياتو بله موخه تر وسه وسه د ډېرو اسرائيلي سرتېرو بندي کول وو، له اندازهګيريو سره سم حماس وتوانېد چې تر ۲۵۰ پورې اسرائیليان ژوندي ونيسي او دا هغه څه وو چې د ساتنې لپاره يې يوه جلا پلان ته اړتيا وه.
الحداد يې په اړه وايي: «د اسرائيلي اشغالګرو د سترګو لاندې مو له وړاندې د شوي چمتووالي په اساس د نيولو عمليات تامين کړل، نيوونکو مجاهدينو ته مو لارښوونې دا وې چې له بنديانو سره ښه چلن وکړي، لکه اسلام يې چې امر کړی دی. سره له دې چې موږ د بنديانو په ساتنه حريص وو او ښه چلن مو ورسره کاوه، خو بالمقابل دښمن له لومړۍ ورځې د دوی د وژلو پرېکړه کړې وه او دا په بيئري کیبوتس کې د بنديانو له په نښه کېدو ښه څرګنده شوه، او د شاباک په يوه افسر تومر نمرود په بمبار کې چې د بريد په لومړيو ورځو کې ووژل شو، دغه راز د هغوی دريو اسرائيلي سرتېرو په وژنه کې چې د الشجاعيه ختيځ لور ته يې ووژل او لا تر دې ورځې يې د وژلو هڅې کوي» .
د اسرائيلي پوځ بمبار
مستند کې د قسام مجاهد څرګندوي، چې ياد کیبوتس خپله د اسرائيلو د بمبار په نتيجه کې لولپه شو، هغه يې کيسه داسې کوی: «موږ په کیبوتس کې پاتې شو او نوي پنځه تنه نظاميان مو بنديان کړل، دوی خپلې وسلې وغورځولې او تسليم شول، دا عمليات تر ماسپښينه روان وو او ځينو ورونو وغوښتل چې دا بنديان وباسي، خو د اسرائیلي الوتکو د بې درېغه بمباريو له امله و نه توانېدل، له بمباريو درېدو وروسته موږ يوه بل کور ته واوښتو چې هلته نور مجاهدين هم وو او له هغوی سره نور بنديان وو، چې تر اوسه يې غزې ته په وړلو نه وو توانېدلي، همدا وه چې د بنديانو شمېر زيات شو، دغه مهال سيمې ته د دښمن نوي ځواکونه راورسېدل او له الوتکو او ټانکونو هممهاله ډېر سخت بريدونه پيل شول، چې بيئری کیبوتس يې د اور لمبه وګرځوله».
د اسرائيلي بنديانو لسګونه تنه د اکتوبر له اوومې وروسته غزه کې د اسرائيلو په درنو بمباريو کې ووژل شول، د حماس وياند به وخت ناوخت په دې اړه خبرونه خپرول.
د اسرائیلو له لوري د فلسطينيانو ټولوژنه او د حماس دفاعي چمتووالی:
نور بيا...