د حماس بندیانو ساتنې قطعه؛ هغه چې د نړۍ استخبارات یې ننګولي

د حماس بندیانو ساتنې قطعه؛ هغه چې د نړۍ استخبارات یې ننګولي فلسطین

«وحدة الظل» د حماس جهادي غورځنګ د پوځي څانګې کتائب القسام تر ټولو پټو او مهمو پوځي قطعاتو او کتیبو څخه ده. د دې قطعې اساسي دنده په غزه کې د اسرائیلي اسیرانو ساتنه او د هغوی د موقعیت پټ ساتل دي، څو اسرائیلي استخباراتو ته معلوم نه شي.

تاسیس او د "شالیط تړون" رول

سیوري قطعه د ۲۰۰۶م کال په جریان کې د اسرائیلي سرتېري ګلعاد شالیط تر نيولو وروسته رامنځته شوه. دې قطعې شالیط د اسرائیلي استخباراتو (موساد) له سترګو پټ وساته، چې شاوخوا ۵کاله یې موقعیت نامعلوم و.

د دې عملیاتو پایله دا شوه چې اسرائیلي اشغالګر رژيم د "وفاء الأحرار" په نوم د بندیانو تبادلې تړون ته اړ شي، چې له مخې یې ۱۰۵۰فلسطیني اسیران ازاد شول چې په دې بنديانو کې د حماس ډلې شهيد شوی مشر او افسانوي شخصیت یحيی السنوار هم و.

د دې پوځي قطعې عمومي نظارت د کتائب القسام د عمومي مشرلخوا ترسره کېږي، چې شتون یې تر ۲۰۱۶م پورې پټ وساتل شو، یعنې ۱۰کاله وروسته یې لومړی ځل د شتون په هکله اعلان وشو.

 

دندې او نیول شوي اسرائیلي اسیران

له ۲۰۱۴م کال راهیسې، سیوري قطعې د ۴ اسرائیلي اسیرانو ساتنه کړې، چې پکې اسرائیلي سرتېري شامل دي او د ۲۰۱۴م د جګړې پر مهال القسام نیولي وو.

 نور اسرائیلیان، چې په مشکوکو شرایطو کې غزې ته داخل شوي وو او د القسام لاسته ورغلي وو.

د ۲۰۲۳م د اکتوبر ۷مې د "طوفان الأقصى" معرکې وروسته، دې قطعې په ډېرو سختو شرايطو کې د ۲۰۰ نه تر ۲۵۰پورې اسرائیلي اسیرانو د امنیت ساتلو او پالنې مهم رول ولوباوه چې لا تر اوسه جريان لري.

د (وحدة الظل) سيورې قطعې د غړو د ټاکلو معیارونه:

  • د سیوري قطعي غړي د خورا سختو او دقیقو معیارونو له مخې ټاکل کېږي.
  • دا معیارونه "د سرو زرو د تلې" په نوم یادېږي، چې د غړو لپاره لاندې ځانګړتیاوې اړینې دي:
     
    • ډېره هوښیارتیا او ځيرکتيا
  •  
    • د بېړنیو حالاتو سره ښه چلند
  •  
    • په ناڅاپي پېښو او بېړنیو حالاتو کې د غوره پرېکړې نیولو وړتیا
  •  

د اسیرانو سره چلند او د قطعې اصول

  • سیوري قطعه د جګړې اسیران د اسلامي اصولو په رڼا کې په پوره درناوي، عزت او کرامت سره ساتي.
  •  که څه هم د فلسطیني اسیرانو سره د اسرائیلي ځواکونو چلند خورا وحشيانه دی خو بيا هم دا قطعه اسلامي اصول او لارښوونې له پامه نه غورځوي.

د سيورې قطعې پر ضد بریدونه او شهیدان

له ۲۰۰۸م کال راهیسې، د دې قطعې ۵غړي د اسرائیلي اشغالګرو هوايي بریدونو او نورو عملیاتو په لړ کې شهیدان شوي

تړلي موضوعات