د حماس جهادي غورځنګ سیاسي مشر يحيی السنوار څوک دی؟

د حماس جهادي غورځنګ سیاسي مشر يحيی السنوار څوک دی؟ فلسطین

د ۱۹۶۲ کال د خزان موسم و، د خان یونس کډوالو کمپ کې یو بل ماشوم دنیا ته سترګې وغړولې.


دغزې سویل کې د خان یونس کډوالو کمپ د یو ماشوم لپاره ځکه د اوسېدو مناسب ځای نه دی چې هره شېبه ددې امکان شته چې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د وحشت قرباني شي.


قدرت د اور او وینو په دې چاپيریال کې بیا هم زرګونه ماشومان پیدا او رالوی کړل، خو خدای د خپلو بندګانو څخه د کار اخېستنې لپاره له ګڼو د ګوتو په شمار ټاکي!


د صهیونیست اسرائیلي رژيم د وحشتونو تر سیوري لاندې را لوی شوی دا ماشوم یحی السنوار نومېږي چې د اسرائیلو د هرې نادودې ګواه او شاهد دی.


یحی السنوار لومړنۍ زده کړې د خان یونس په ښوونځي کې تر سره کړې، بیا یې د لوړو زده کړو هیله پوره شوه، د غزې اسلامي پوهنتون په عربي ادبیاتو کې یې د لیسانس تر کچې زدکړې وکړې.


یحی السنور په ۲۰۱۱ کال کې واده وکړ، د واده حاصل یې ابراهیم دی، ځکه خو په ابو ابراهیم هم مشهور دی.


د فلسطین دې مبارز خپل سیاسي فعالیت د محصلۍ له وخته پيل کړی، په همدې موده کې زندان ته هم لاړ  د زندان هر ډول شکنجو د نوموړي هوډ کمزوری نه کړ، بلکې هغه یې لا نور هم غښتلی کړ، د هغه د غچ اخېستلو تلوسه یې نوره هم زیاته کړه.


د حماس دې جهادي مبارز مشر د خپل عمر څه کم نیمايي برخه په زندانونو کې تېره کړې خو د زندان هر ډول شکنجو نوموړی کمزوری نه، بلکې لا یې جهادي روحیه غښتلې او د اسرائیلي دښمن نابودۍ ته یې مټې بډ وهلې.


یحی السنور تېره ورځ د رایو په اکثریت د حماس غورځنګ سیاسي مشر وټاکل شو، د نوموړي په اړه ویل کیږي چې عامو خلکو کې ډېر لږ راڅرګندیږي او کمې خبرې کوي.


د ۲۰۲۳ کال اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه د طوفان الأقصی عملياتو را وروسته ښاغلی يحيی السنوار او د القسام ډلې مشر محمد الضيف د اسرائيلو تر ټولو مطلوب شخصيتونه وګرځېدل، چې د يادو مشرانو په شهادت رسول يا له منځه وړل د اسرائيلو له مهمو ستراتېژيکو او پوځي اهدافو څخه دي؛ ځکه اسرائيل نوموړی د طوفان الأقصی عملياتو طراح او مهندس بولي.


په ۲۰۲۳ کال کې بریتانيا او فرانسې نوموړی په تور لېست کې شامل کړ او د هغه د شتمنيو کنګل کولو او په سفرونو د بندېز پرېکړه يې وکړه.


په ۲۰۲۳ دسمبر مياشتې ۶مه نېټه د اسرائيلو مشر بنيامين نتنياهو وويل چې ځواکونو يې د يحيی السنوار کور محاصره کړی خو هغه يې نه دی نيولی او د اسرائيلي پوځ مشران په دې اند دي چې نوموړی د حماس د پوځي مشرانو ترڅنګ د غزې د ځمکې لاندې تونلو شبکه کې چې القسام ډلې جوړ کړی موجود دی او جګړه رهبري کوي.

تړلي موضوعات