«برېښنايي شارټونه، شکنجې او مرګوني وهل» راخلاص شوي فلسطیني بنديان له خپل کړاوه غږېږي

«برېښنايي شارټونه، شکنجې او مرګوني وهل» راخلاص شوي فلسطیني بنديان له خپل کړاوه غږېږي فلسطین

د غزې هغو بنديانو چې اسراييلو تېره پنجشنبه له بنده خوشې کړي دي؛ له هغو شکنجو او وحشتونو پرده پورته کړې ده چې د اسراييلي زندانونو دننه ورسره مخ شوي دي. د غزې دننه د دير البلح ښار په «شهداء الأقصی» روغتون کې دغو خوشې شويو بنديانو اناضول خبري اژانس ته وويل، چې «د بند پر مهال سخت تعذيب شوي دي، برقي شارټونه ورکړل شوي، شکنجه شوي او په لوږه وهل شوي دي».

د پنجشنبې په سهار اسراييلو شپږ تنه هغه فلسطيني بنديان خوشې کړل چې وړاندې يې غزه کې د نظامي عملياتو پر مهال نيولي وو. هغوی دغه راز دوه تنه هغه مېرمنې هم خوشې کړې دي چې د اسراييلو تر ولکې لاندې سيمو ته له خپلو ټپيانو سره د درملنې لپاره تللې وې. د اناضول له راپور سره سم دغه بنديان اوسمهال روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

سخت تعذيب

د محمد يحيی اللوح په نوم خوشې شوي يوه فلسطيني اناضول ته وويل: «موږ د بند پر مهال په سخت ډول تعذيب او مرګوني ووهل شو، دغه ۳۰ ورځې زما د ژوند تر ټولو سختې ورځې وې».

هغه زياته کړه: «د بندي کېدو له لومړۍ شېبې زموږ سترګې راپټې او لاسونه او پښې مو وتړل شول، بيا د پلټنو ګروېږنو او شکنجې يوه نه شکېدونکې لړۍ پيل شوه، چې برېښنايي شارټونه هم په کې وو». نوموړي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې «د نيواکګرو په زندانونو کې د خوړو او اوبو د کمښت له امله بنديان له سختې لوږې او تندې سره مخ دي».

د شکنجې د ډولونو په اړه يو بل خوشې شوی بندي محمد عادل أبو شعر وايي: «د شکنجې ډولونه خورا له وحشته ډک او غير انساني وو او د اسراييلي زندانونو دننه زموږ د شتون پر مهال يوه شېبه هم نه درېدل». 

اناضول سره په خبرو کې هغه زياته کړه: «اسراييلي پوځ په لاسي توګه بنديان په وسلو او کوتکونو په شا، د ملا په تير او په ګېډو وهل، د بدن په نازکو برخو او خوله کې يې برېښنايي آلې ورکولې او په مخونو د سختو وهلو له امله يې د بنديانو غاښونه ورماتول».

د نوموړي په وينا «موږ له سخت رواني کړاو سره هم مخ شو، د ساعتونو ساعتونو لپاره د تړلو له امله مو پښې او لاسونه له حرکته ولوېدل، اسراييلي پوځيانو لاسي د بنديانو په سرونو پښې ايښودې او په سپک ډول يې هغوی په زمکه غورځول».

ناوړه حالات

د محمد الزعانين په نوم درېيم خوشې شوي بندي ياد اژانس سره په خبرو کې وويل: «نيواکګرو ځواکونو له خوشې کولو وروسته په موږ ډزې کولې چې تم نه شو، په داسې حال کې چې موږ له ډېرې ستړيا د تلو توان نه درلود».

هغه زياته کړه: «اسراييلی پوځ د تعذيب د بېلا بېلو ډولونو پر مهال داړونکي سپي راخوشې کول او ما له ۱۵۰ ډېر بنديان وليدل چې د بدن غړي يې مات شوي وو».

د هغه په وينا «موږ په خورا ناوړه وضعيت کې وو چې زغم يې ناشونی و او بشري عقل يې تصور نه شي کولی».

د فتحية أبو موسی په نوم راخوشې شوې مېرمن بيا ويلي: «زه د اسراييلو تر ولکې لاندې سيمو کې ونيول شوم او په ۶۰ ورځې بند محکومه شوم، ۴۵ ورځې مې د اسراييلو په زندانونو کې خورا په سپکاوي او ذلت کې تېرې کړې، نه خواړه وو، نه جامې او نه تشنابونه او د ځان پاکولو توکي».

هغې زياته کړه، چې «د غزې بنديان د نورو په نسبت له څو برابره شکنجو او تعذيب سره مخ دي».

د تېرو څو مياشتو په اوږدو کې اسراييلي ځواکونو زرګونه فلسطيني وګړي نيولي دي، چې ښځې او کوچنيان هم په کې دي، د ځايي رسنيو له راپورونو سره سم هغه لږ شمېر بنديان چې بېرته راخوشې شوي دي؛ له بېلا بېلو روغتيايي ستونزو کړېږي. حقوقي ادارو او اسراييلي رسنيو هم له دې پرده پورته کړه چې له غزې نيول شوي بنديان په سخت ډول شکنجه کېږي او روغتيا ته يې هيڅ پاملرنه نه کېږي، چې له امله يې ګڼ شمېر د زندانونو دننه مړه شوي هم دي.

د امريکا په پراخ نظامي ملاتړ په غزه د اسراييلو په روانه جګړه کې تر دې دمه تر ۱۳۰ زرو فلسطينيان شهيدان شوي او ټپيان دي، چې ډېری يې مېرمنې او ماشومان دي، دغه راز له ۱۰ زرو ډېر تر نړېدلو ودانيو لاندې ورک دي او سختې لوږې د لسګونو ماشومانو ژوند اخيستی دی.

 

تړلي موضوعات