اسرائیل په فلسطین کې |۱ برخه| د فلسطین پېژندنه او جغرافیه

اسرائیل په فلسطین کې |۱ برخه| د فلسطین پېژندنه او جغرافیه فلسطین

د فلسطین پېژندنه او جغرافیه
طبیعي پیژندنه: 

فلسطین په نژدې ختیځ یا د منځني ختیځ په سیمه کي یو لرغونی آسیایي هېواد دی. دا د درو عمده مذهبونو (لکه یهودیت، عیسویت او اسلام) زانګو بلل کېږي. دا هېواد ډېر زوړ او له پېښو نه ډک تاریخ لري.
د پېړیو پېړیو راهیسې د دې هېواد نوم فلسطین او اوسېدونکي یې فلسطیني عرب دي. لاکن د استعماري تلوسو له مخې دا هېواد په ۱۹۴۸ میلادي کال کي د «اسرائیل» په نوم سره بدلون وموند او تر نن ورځې د صهیونیسټي یهودانو تر اشغال لاندې دی. 

فلسطین چې په اصل کې یوه عربي سیمه ده او د عربي هېوادو په زړه کې ځای لري، د جغرافیایي دریځ له مخې د نوموړو هېوادو له پاره د زیات اهمیت نه برخمن دی. ویلای سو چې فلسطین د داسي یو پُل یا معبر دریځ لري چي آسیایي او افریقايي عربي هېوادونه سره نښلوي. 

سربېره پر دې، دا هېواد په داسې یو ارزښت لرونکي دریځ کې پروت دی چي د مدیترانې د سمندرګي سره د عربي ټاپووزمې اتصال تر زیاتې اندازې آسانه کوي. 
فلسطین په شمال ختیځه مدیترانه کي اروپا ته مخامخ پروت دی. کېدای سي ووایو چي دا هېواد د آسیا، افریقا او اروپا تر منځ په یو مهم، حساس او سوق الجیشي ګوټ کې واقع دی. څنګه چي فلسطین د سویز کانال څخه (۳۰۰) کیلومتره واټن لري او د عقبې د بندر په واسطه د سور سمندرګي سره نښلي، نو هر کله یې د استعمار پام ځانته اړولی دی. فلهذا، فلسطین د جیوپولټیک له مخې هم ډېر حساس او ستراتیژیک دریځ لري. 

کله کله فلسطین د «جنوبي سوریې» په نوم سره هم بلل سوی دی. دا ځکه چي د جغرافیې له مخې د نوموړي هېواد زیاته جنوبي برخه جوړوي او د پېړیو پېړیو له پاره د سوریې په سیاسي ـ اداري واحد چوکاټ کي دخیل او شامل و. 

فلسطین په معتدله سیمه کي پروت دی، لاکن د هیواد د بیلابیلو برخو هوا یې یو ډول نه ده. د مثال په توګه د نجف (Negev) یا جنوب ختیځ فلسطین هوا په دوبي ډېره توده او په ژمي زیاته سړه او د لږ باران لرونکې ده. خو بیا هم د هېواد د منځنیو او ساحلي برخو هوا په دوبي کې توده او په ژمي کې معتدله ده. 

د فلسطین د کرلو وړ ځمکو زیاته برخه چي د «سهول اربعه» په نوم شهرت لري، د مدیترانې په ساحل کې د شارون ځمکې، د لبنان پولو ته څېرمه ځمکې، د مرج ابن عامر ځمکې او په شمال کي د حوله ځمکې په بر کې نیسي. همدارنګه د بیرسبع (Beersheba) دښت چي د هېواد په جنوب ختیځ کې پروت دی او د فلسطین د نیمايي څخه زیاته برخه جوړوي، هم تر یوې اندازې د کرني وړ ځمکې لري. 

د فلسطین عمده پیداوار سِتروس، نارنج، زیتون، انګور، غلې دانې (حبوبات) لکه غنم، وریجې، اوربشې، جواري او نور دي. په دې لړ کې نارنج او زیتون د هېواد مهم صادراتي قلمونه ګڼل کېږي.
 
نامتو سیندونه یې د اردن سیند د ۲۵۲ کیلو مترو په اوږدوالي او د هغه مرستیال سیندونه «المقطع» او «العوجا» دي. د هېواد په ختیځ کي د بحرالموت (Dead Sea) یا مړ جهیل، په شمال کې د حوله او طبریه (Huleh and Tiberias) جهیلونه د یادولو وړ دي چي د معدني موادو، په تېره بیا مالګې او پوټاشیم او همدارنګه کلورین له مخي زیات شهرت لري. 

د فلسطین غرنۍ برخې د شمال نه تر جنوب پورې غزېدلې دي چي نژدې ۶۵۰۰ کیلومتره مربع سیمه په بر کې نیسي. د دې غرنیو برخو څه نا څه «دوه پر پنځه» برخه د کرني وړ ده. په دې لړ کې د الخلیل د غرونو لړۍ چي د سوریې تر پولو آخوا تېریږي، د تاریخي او مذهبي پلوه د یادولو وړ ده. د دې لړۍ په جنوبي برخه کي لوړه څوکه د «تابور» په نوم یادېږي چي د ناصرې (Nazareth) ښار ته څېرمه پرته ده. 

د فلسطین هېواد راز راز کانونه لري. ولې هغه څه چي دا هېواد د کاني مواد له پلوه بډای کوي د مړه جهیل ارزښت لرونکي او نامتو مالګې دي.
نورې برخې بیا...
ویب سایټ لېنک: https://hurriyat.net
واټساپ چېنل لېنک: https://whatsapp.com/channel/0029VaNGcTeEKyZNETeJj72z
ټلیګرام لېنک: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات