اسانه چل چې دماغ اراموي او ژر خوب درولي
کله کله بې څه د انسان له سترګو خوب وتښتي او کله هم بېلا بېلې ستونزې د دې لامل کېږي. له څېړنو سره سم د نړۍ په لر او بر کې مليونونه کسان د خوب اړوند له ګډوډيو او نااراميو کړېږي، چې د متخصصينو په اند بې خوبي يوه مخ په ډېرېدو روغتيايي ستونزه بلل کېږي.
د بېړنيو حالاتو نامتو امريکايي ډاکټر جو ويټينګټون په دې اړوند يوه ساده لار ښودلې ده، چې «د لا نهايي تعقيبول» ګڼل کېږي. هغه وايي چې دا بدن کې د توازن سيستم فعالوي او دماغ ته مستقيم زېګنال ورکوي، چې نور د ارام وخت دی.
«ټېک ټاک» باندې خپره کړې يوه تشريحي ويډيو کې ښاغلي ويټينګټون څرګنده کړې، چې يوازې همدا بسنه کوي چې تاسو خپله ګوته هوا کې پورته کړئ او د سر له ښورولو پرته يوازې په سترګو د لا نهايي (∞) سمبول تعقيب کړئ، څو د داخلي غوږ دننه دهليزي سيستم وهڅول شي، دا بيا په خپل وار د اعصابو د هغه اضافي فعاليت ارامولو کې ونډه لري، کوم چې د خوب مخنيوی کوي.
ډاکټر زياته کړې ده، چې کله چې ته په دې توګه خپلې سترګې خوځوې؛ خپل بدن ته دا چل ورکوې چې ته ارام يې، اګر که رښتيا ارام هم و نه اوسې. دا په څو ثانيو کې تا سره په ارام کې مرسته کوي.
ځينې متخصصين دا طريقه «د سترګو حرکت غير حساس کولو او بيا پروسس کولو» يا (EMDR) له درملنې سره ورته بولي، چې د رواني صدمو په درملنه کې کارول کېږي، کوم چې د سترګو په تکراري خوځولو او تال لرونکو سکونډنو د دماغو په هڅولو ولاړ دی.
دغه ويډيو زرګونه ځل ليدل شوې او خلکو په کې په خپلو تبصرو کې د دې چل له لارې د ترلاسه کړو پايلو اړوند تعجب ښودلی دی، يوه تن ليکلي دي: «ما بې له دې چې په لامل يې پوی شم؛ دا چاره مې وار له مخه ترسره کوله... اوس راته بېخي منطقي برېښي!».
په چاغښت، د زړه په ناروغيو او کمزوري دفاعي سيستم پورې تړلیو د خوب ستونزو ته په کتو دا اسانه لار يو غوره حل برېښي، چې په اسانه ازمويل کېدی شي او هيڅ جانبي عوارض نه لري.