پنځه ناوړه ورځني عادتونه چې د ذهني ستړيا لامل کېږي

پنځه ناوړه ورځني عادتونه چې د ذهني ستړيا لامل کېږي طبي او روغتیايي

په اوسني ژوند کې د منډې ترړې طريقې خلک دې ته رسولي چې په شعوري يا غير شعوري توګه د خپل طبيعت په ضد روان دي او له دې امله ډېری خلک له خپلو کارونو ناخوښه او له ذهني او بدني ستومانۍ کړېږي.

د «ډيلي موټيويشن نيوز» له يوه راپور سره سم ځينې ورځيني ناوړه عادتونه دي، چې ډېر خلک په کې اخته دي، خو له دې نه دي خبر چې دا د څومره لويې ذهني ستړيا او فشار لامل کېږي. دغه عادتونه په لاندې ډول دي:

۱- د اړتيا په وخت «نه» نه کول

د ګريک ماکوين په نوم ليکوال چې کتابونه يې په لوړه کچه پلورل کېږي وايي چې: «ته که خپله خپل ژوند ته لومړيتوب ور نه کړې، نو دا کار به بل څوک وکړي (يعنې د خپلو لومړيتوبونو له مخې به له تا ګټه پورته کړي). دا يوه اغېزمنه خبره ده، يو څوک که هر شي ته يو حد و نه لري او «نه» يا لږ تر لږه «اوس نه» و نه ويلی شي؛ هغه به د نورو له مهالوېش سره سم کار په مخ وړي. د «نه» ويل يو مهارت دی، دا نه سختي ده او نه چا سره ټکر کول دي، دا په ساده ډول خپل ځان او خپلې روغتيا ته «هو» ويل دي.

 

۲- له يوې ډېرې دندې

له يوې ډېرې دندې په نن سبا کې تر ټولو ستره ستونزه بلل کېږي، ځکه ډېر کلونه خلک په دې اند وو، چې که سړی هممهاله له يوې ډېرې دندې ولري، دې سره توليد او عايد زياتېږي.

خو د چارو پوهانو موندلې چې په يوه وخت کې له يوې ډېرې دندې ترسره کول د توليد کچه تر ۴۰ سلنې راښکته کولی شي. ځکه نو په کار ده چې بله دنده باندې له پيل وړاندې په يوه دنده پوره تمرکز وکړی شي.

 

۳- دروند کار

سټانفورډ پوهنتون کې ترسره شوې يوې څېړنې موندلې، چې کوم خلک چې په اوونۍ کې له ۵۵ ساعتونو ډېر کار کوي؛ له هغو خلکو ډېرې لاسته راوړنې نه لري، چې ۷۰ يا له دې ډېر ساعتونه کار کوي. له دې معلومېږي، چې له ۵۵ ساعتونو هاخوا لاسته راوړنې بېخي درېږي، عقل او بدن نور تعامل نه شي کولی او انرژي په سخت ډول کمېږي.

دغه راز د پارکېنسن په نوم يو قانون مشهور دی، چې مطلب يې دا دی چې کار د هغه وخت په اندازه وي چې ورته ټاکلی شوی دی. که يو تن د ځان لپاره تر ټولو لږ وخت وټاکي؛ دی به د خپلو کاري ساعتونو پر مهال لا ډېره خواري کوي، ځکه د ځان لپاره يې څرګند حدود ټاکلي دي.

 

۴- ځان ته نه پاملرنه

کار کې ډېر افراط نه کول يو مهم شی دی، خو که سړی له دفتره ووځي او موبايل هم چوپ کړي؛ نو په دومره ډېر وخت څه وکړي؟ خبره د دې ده چې سړی بايد د پرله پسې اوږدو ساعتونو لپاره کار و نه کړي، دا د دې لپاره هم مهمه ده چې عقل او بدن خپله انرژي بېرته ترلاسه کړي او انسان خپل ځان ته پام وکړي.

ځان ته لږه پاملرنه انسان له ذهني ستړيا او فشار سره مخ کولی شي، ان کله د ژور خپګان او اندېښنو په څېر د رواني ستونزو نښې نښانې رامنځته کولی شي.

 

۵- بې خوبي

روغتيا پوهان له کوچني والي لا د ۸ ساعتونو ويده کېدو ټينګار کوي، خو له دې سره سره ځينې خلک له دې ټينګار سره داسې تعامل کوي لکه دا چې د دوی خپل اختيار وي. يو سړی که يوازې ۵ يا ۶ ساعته ويده شي؛ نو له راويښېدو وروسته يې مزاج خورا ګډوډ وي، بلکې په ډېر سخت ډول په کافيينو تکيه کوي او د وخت له تېرېدو سره په خوب کې دا کمښت همداسې ډېرېږي، چې د خپګان او ذهني ستړيا يوه لويه څپه ترې جوړه شي، کله دا ستونزه ان د سقوط تر پولې رسېږي.

له خوبه پرله‌پسې محروميت کېدی شي د ادراکي دندو له کمزوري کېدو نيولې د دفاعي سيستم تر کمزوري کېدو پورې هر شی پېښ کړي. له دې امله کېدی شي يو تن لا ډېر په تېروتنو سر شي، د نورو په وړاندې په وړو خبرو غبرګون وښيي او د ستړيا او ذهني فشار احساس وکړي.

 

تړلي موضوعات