له ويدېدو وړاندې د مخ نه وينځل مو له کومو ګټو بېبرخې کوي؟
د عادت له مخې خلک د ورځې په پيل کې له خوبه د رالټېدو پر مهال خپل مخونه وينځي، څو خوب يې وتښتي او بيدار شي، خو لږ خلک به داسې وي، چې له ويدېدو وړاندې خپل مخونه ووينځي.
برېتانوۍ ورځپاڼې انډپنډنټ د جلدي ډاکټرانو او د مخ د ښکلا د متخصصينو له خولې ليکلي، چې له خوب وړاندې د مخ نه پاکول ځينې تاوانونه لري، چې مهم يې په لاندې ډول دي:
د پوستکي د سوريو بندېدل او د ترميم پروسه ګډوډېدل
د سينګار او پوستکي ته د پاملرنې متخصصې ډاکټر ايلي ساتي ويلي چې د شپې له مخې مخ نه وينځل «د پوستکي سوري بندوي او د مخ د پوست رغېدو طبيعي پروسه ځنډوي، دغه راز د پوستکي د نري کېدو، بندېدو او ځوانکو يا دانو د رامنځته کېدو لامل ګرځي».
د کوليټ هايډون په نامه بلې جلدي ډاکټرې ويلي: «د ماخوستن له مخې د مخ نه پاکول پوستکی له دې ناتوانه کوي چې خپله دنده ترسره کړي. ځکه پوستکی د شپې د ځان د بېرته رغولو هڅه کوي او کله چې پرې خيرې ډېرې شي؛ نو دا کړنه په فعال ډول نه شي ترسره کولی».
حساسيت او التهابونه زياتېدل
له سرچينې سره سم د پوستکي روغتيا او ښکلا ته د پاملرنې متخصصې اليزابيت کينګ ويلي: «لمر نه د خوندي ساتلو کريمونه، د ميکپ پاتېشوني او د مخ ککړتيا د پوستکي په مايکروبايوم او تېزابي محافظتي طبقه کې بې توازني رامنځته کوي».
نوموړې زياتوي: «دا د التهاب او سوروالي د ډېرښت لامل کېږي، چې له امله يې پوستکی د وخت په تېرېدو لا ډېر له حساسيت سره مخ کېږي».
د زړښت د نښو ژر رامنځته کېدل
خوب نه وړاندې د مخ نه وينځلو له امله ښايي د زړښت نښې هم ژر رامنځته شي.
مخ ته د پاملرنې يوه پوهه کارين مکډونالډ وايي: «د شپې په اوږدو کې چې په مخ لمر نه د خونديتوب کريم، ميکپ يا ګرد او غبار پاتې شي، دا د اکسيډيټيو فشار لامل کېږي، دا د پوستکي طبيعي کوليجن او ايليسټين ته زيان رسوي، چې د وخت په تېرېدو په پوستکي د نريو ليکو، ګونځو او چاودېدو لامل کېږي».
هغه په دې اند ده چې «خوب نه مخکې د مخ وينځل د دې زيانمنو بهرنيو لاملونو په له منځه وړو کې مرسته کوي، چې ورسره پوستکی د رغېدو او ښکلا ساتنې د عمليې ترسره کولو فرصت ترلاسه کولی شي او د زړښت نښې نښانې ورکېږي».
د ډاکټرې ايلي ساتي په وينا «که يوه شپه مخ و نه وينځل شي، کومه ځانګړې ستونزه نه رامنځته کوي، خو په پرلهپسې ډول دا له نظره غورځول له ګواښه ډک زيانونه لرلی شي».
هغه زیاتوي، چې «د وخت په تېرېدو دا خيرې په التهاب او حساسيت بدلېږي، پوستکې نری کېږي او بندېږي او نورې ستونزې راولاړوي، دا ټولې داسې ستونزې دي چې په اوږد مهال کې پېښېدی شي».