بدن کې د اوبو کمښت څه تاوانونه لري؟

بدن کې د اوبو کمښت څه تاوانونه لري؟ طبي او روغتیايي

د داخلي ناروغيو متخصصين وايي، چې بدن کې د اوبو کمښت انسان له ګواښونکو روغتيايي ستونزو سره مخ کولی شي.

آر ټي عربي د ډاکټرې ييلينا اوستينووا له خولې ليکلي، چې بدن له اوبو پرته ژوندی نه شي پاتې کېدی، ځکه اوبه په بدن کې په حياتي فعاليتونو کې ونډه لري او کمښت يې بدن له ګواښونکو روغتيايي ستونزو سره مخ کولی شي.

آغلې اوستينووا څرګندوي چې د بدن اوبه بايد له ټاکلې اندازې کمې نه شي، ځکه دې سره د وينې ټينګښت ډېرېږي چې له امله یې بېلا بېل ډول سکتې رامنځته کېدی شي، په ځانګړي ډول د بلوغ په مرحله کې.

هغه زياتوي: «په دې سربېره د بدن مايعات کمېدل د دماغو په دنده منفي اغېز لري، ځکه د دماغو تغذيه د وينې په «کيپيلري» ګردش ولاړه ده. ځکه نو د بدن د اوبو کمښت نه يوازې د ادراکي دندو کمزوري رامنځته کوي، بلکې د سترګو په ليد هم اغېز لري».

د ډاکټرې له وينا سره سم بدن کې د اوبو کمښت ښايي پړسوبونه او قبضيت رامنځته کړي او د پښتورګو د تيږو جوړېدو ګواښ زيات کړي.

هغې ويلي: «لږې اوبه څښل د هضم په عمليه منفي اغېز کوي، چې له امله يې په هاضمي سيستم کې ستونزې او ګډوډي رامنځته کېږي. په دې سربېره د بدن خشکي وزن هم زياتولی شي، ځکه بدن کله تنده داسې تعبيروي چې دا د لوږې احساس دی او له امله يې انسان لا ډېر خوراک کوي».

ډاکټره ټينګار کوي، چې بدن کې د اوبو د کمښت نور ممکن زيانونه پرکالي، سرخوږی، تمرکز خرابېدل او روغتيايي حالت کمزوري کېدل هم دي. په عمومي توګه د بدن ټول سيستمونه او غړي د مايعاتو له کمښته کړېږي.

تړلي موضوعات