هر ځل ژاولو ژوولو سره مو خوله له پلاستيکه ډکېږي
پلاستيک داسې زهريله توکي لري، چې وينې، ينې او مغزو ته لوی ګواښ بلل کېږي.
د يوې نوې څېړنې په اساس چې په امريکا کې شوې ده، هر ځل ژاولو ژوولو سره د انسان خوله له زرګونو پلاستيکي ذرو ډکېږي. سره له دې چې ژاولې ژوول سړي ته لنډمهالی ارام ورکوي يا دا چې انسان له يوې ځانګړې مزې خوند اخلي، خو په ورته مهال کې له هرې ټوټې ژاولې ژوولو سره زرګونه پلاستيکي ذرات هم تېروي.
له پلاستيکي ربړ جوړې ژاولې
د دې لوی لامل دا ښودل شوی چې ډېری ژاولې له پلاستيکه جوړې دي. له څېړنې سره سم د ژاولو جوړولو کې د «پولي وينيل اسټيټ» په نامه پلاستيک چې په سرېښناکو توکو کې کارول کېږي، يا «styrene-butadiene» چې يو ډول پلاستيکي ربړ دی او په ټايرونو او بوټانو جوړولو کې کارول کېږي، استعمال شوي دي.
د لاړو له لارې د انسان داخل ته تلل
سره له دې چې له وروستيو څېړنو سره سم پلاستيکي ذرې په هر ځای کې شته، په اوبو، هوا، خاوره او... کې، خو د ژاولو په ژوولو موږ لاسي يو لوی شمېر پلاستيکي ذرات خولې ته اچوو. له څېړنې سره سم هر امريکايي وګړی د کال ۳۰ زره پلاستيکي ذرې تېروي. د کالفورنيا پوهنتون د هندسې پروفيسر سنجي موهنټي وايي: «دلته، خپله خواړه هم پلاستيک دی».
موهنټي د دې څېړنې مشر څېړونکی دی، چې د ژاولو له لارې بدن ته د پلاستيکي ذراتو د لېږد څرنګوالی ښيي. نوموړي دا څېړنه په خپل لابراتوار کې د دکتورا له يوې څېړونکې ليزا لو سره په ګډه کړې، چې پايلې به يې په دې اوونۍ کې د امريکايي کيمايي ټولنې په پسرلنۍ غونډه کې وړاندې کړي.
موهنټي له کلونو راهيسې کوچني پلاستيکي توکي څېړي او په دې اړه يې ډېرې څېړنې کړې دي، چې هوا څه ډول دا پلاستيکي ذرې خپروې، د کوچنيانو د لوبو توکي څومره له دې ذرو ډک دي او...
خو لو چې خپل وطن کې يې د هوا د ککړتيا اغېز په خپلو سترګو ليدلی و، دا فکره ورلوېدلې وه چې ژاولو کې د پلاستيکي ذراتو شتون او د هغو د اغېز په اړه څېړنې وکړي. ان د هغې ټولګيوال دې خبرې حيران کړي دي، هغه وايي: «خلک رښتيا هم نه دي خبر چې ژاولې له پلاستيکه جوړې دي. موږ په دې اړه هيڅ چورت نه وهو، ځکه دا لکه خواړه داسې دي، ځکه موږ هيڅ تمه نه لرو چې پلاستيک دې وي».
په هر ګرام کې ۱۰۰ پلاستيکي ذرې
په منځني ډول هغوی ومونده چې په هر ګرام ژاولو کې ۱۰۰ کوچنۍ پلاستيکې ټوټې وي، سره له دې چې په ځينو ژاولو کې دا اندازه تر ۶۰۰ ذراتو رسېدلې ده. د ډېری ژاولو وزن له ۲ تر ۶ ګرامو پورې وي، په دې معنا چې په لويه ټوټه ژاوله کې تر ۳۰۰۰ پورې پلاستيکي ذرات شته. بيا نو په دې پورې اړه ده چې يو څوک څومره ژاولې ژووي، خو له څېړنې سره سم که څوک د کال له ۱۶۰ تر ۱۸۰ پورې کوچنۍ ټوټې ژاولې وژووي، په دې معنا ده چې تر ۳۰ زرو پورې پلاستيکې ذرات تېروي.
څېړونکو هغه ژاولې هم ازمايلې دي چې طبيعي بلل کېږي، لومړی ګومان کېده چې په دې ژاولو کې به د پلاستيکی ذرو شمېر کم وي، خو له ازموينو وروسته څرګنده شوه چې دا ژاولې هم په ورته شمېر کې پلاستيکي ذرې لري، سره له دې چې لا څرګنده نه ده چې له کومه ځایه په کې دي. ليزا لو ويلي، چې دا ښايي د ژاولو د جوړولو د عمليې پر مهال ورګډېږي.
څېړنې ټينګار کړی چې دا پلاستيکي ذرې د ژوولو په لومړيو دوو دقيقو کې خولې او بدن ته خپرېږي او دې ته اړتيا نه پاتې کېږي چې ژاولې ډېرې وژوول شي.
سره له دې چې بدن ته د پلاستيک د تاوان اړوند څېړنو کې تر اوسه ډېر پرمختګ نه دی شوی، خو متخصصين وايي چې دا يو غير طبيعي شی دی او د انسان بدن ته يې تاوان حتمي دی.
د چاپېريال ساتنې ادارې (EPA) له يوه راپور سره سم په يوه بله څېړنه کې د پنسلوينيا ايالت پوهنتون استاذې شيري ميسن موندلې، چې پلاستيک تر ۱۶۰۰۰ پورې کيمياوي توکي لري او ۴۲۰ په کې «سخت زهريله» ګڼل کېږي.
نوموړې زياته کړې ده، چې نانو پلاستيک چې په سترګو ليدل یې سخت دي، وينې، ينې او مغزو ته اسانه لار موندی شي، چې دا د انسان د روغتيا لپاره يو حقيقي ګواښ دی.