څېړنه: د ټولنيزو اړيکو په اپليکېشنونو روږدتيا کوچنيانو لپاره له الکولو هم ډېره تاواني ده
المان کې له شوو تازه څېړنو سره سم برېښنايي اپليکېشنونه لکه «ټېک ټاک»، «انسټاګرام»، «يوټيوب» او برېښنايي لوبې کوچنيانو او زلموټو لپاره له الکولو او چرسو هم لوی ګواښ دی. دا څېړنې په هغو تنکيو ځوانانو شوې دي چې په دې اپليکېشنونو په سخت ډول روږدي دي.
د هامبورګ – ايپينډورف پوهنتون کې کوچني والي او د بلوغ وخت کې د روږدتيا د حالاتو د الماني مرکز رئيس رينر توماسيوس ويلي، چې: «موږ په کوچنيانو کې د روږدتيا د ګډوډيو له يوه طوفان سره مخ يوو، زه په دې باور يم چې موږ دې ته په بشپړ ډول په کمه سترګه ګوره». ياد مرکز دا څېړنه د روغتيايي بيمې له يوه شرکت «DAK» سره په ګډه ترسره کړې ده.
څېړنه کې ويل شوي چې له څلورمې برخې ډېر هغه وګړي چې عمرونه يې له ۱۰- ۱۷ کلونو دي، د ټولنيزو اړيکو وسايل په لويه، يا له ګواښه په ډکه کچه کاروي. په داسې حال کې چې د کارپوهانو په اند ۴.۷ سلنه وګړي د ټولنيزو اړيکو په وسايلو روږدي ګڼل کېږي.
المان غږ سره په خبرو کې توماسيوس څرګنده کړې: «هغه شمېرې چې د ټولنيزو اړيکو د وسايلو په داسې کارولو پورې اړه لري، چې ستونزې راولاړوي؛ په دې عمر لرونکو وګړو کې يې تاوان د الکولو او چرسو د کارولو په پرتله له ۵ – ۵۰ ځلو لوړ دی».
سره له دې چې د ټولنيزو اړيکو د وسايلو کارونه د الکولو او چرسو برعکس د سړي په مرکزي عصبي سيستم غير مستقيم اغېز لري، خو همدا اغېز په هغه شي هم تطبيقېږي چې دماغو کې د جايزې سيستم يا «Brain Reward» بلل کېږي.
توماسيوس زياتوي، چې په دواړو حالتونو کې د روږدتيا ګواښ شته، «داسې چې په پرله پسې ډول نوره او نوره غوښتنه رامنځته کېږي چې ورپسې خبره له کابو ووځي». د هغه په اند «د ټولنيزو اړيکو د اپليکېشنونو مخ ته په لويه کچه د وخت تېرول د دې لامل کېږي چې د ژوند نور اړخونه له پامه وغورځول شي».
څېړنه دې ته اشاره کوي، چې له دې اپليکېشنونو او وسايلو سره په تعامل کې په خپل سلوک کنټرول له لاسه ورکول د کوچنيانو په ژوند له ګواښه ډک اغېز کوي، په ډېرو حالاتو کې ښايي د هغوی د زده کړې توان کمزوری کړي او ډېر کله خبره تر بشپړې ناکامۍ هم رسېږي. په دې سربېره کوچنيان په ټولنيز ډول ګوښه کېږي، د واقعي ژوند او تفريحي وسايلو په اړه بې تفاوته کېږي او کورنۍ شخړو ته خبره وځي.
له څېړنې سره سم په ځانګړي ډول کوچنيان تر ټولو ډېر ضرر ويني، ځکه په دوی کې يوازې ۶ سلنه داسې دي چې د ټولنيزو اړيکو وسايل په داسې توګه کاروي چې تاواني نه وي. په نجونو کې دا سلنه ۳.۲ ښودل شوې ده. نه تاواني کارونه د هغوی په اند هغه ده چې اغېز يې يوازې تر يوه کاله پورې پاتې کېږي.
کارپوهان ټينګار کوي، چې پلرونه بايد بچيانو کې له روږدتيا رامنځته کېدو مخکې مداخله وکړي او کوچنيان پرېنږدي چې د ټولنيزو اړيکو د وسايلو په کارولو خپل او د نورو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. له بچيانو سره خوږې او ژورې اړيکې د دې ستونزې د يوې بريالۍ حللارې په توګه وړانديز شوې دي.