د روژې دېارلسمه ډالۍ| د مصیبتونو نزول
کله چې امت پنځلس ډوله ګناهونه کوي نو مصیبتونه نازلیږي. د حضرت علي (رض) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که زما امت پنځلس ډوله ګناهونه وکړي نو ستونزې او مصیبتونه به نازل شي. یو چا پوښتنه وکړه چې اې د الله تعالی رسوله! کومې ګناوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :
۱ ـ کله چي د غنیمت مال خپل ځاني مال وګڼل شي.
۲ ـ او امانت غنیمت وګڼل شي.
۳ ـ او زکات تاوان وګڼل شي.
۴ ـ دیني علم د دنیا له پاره ترلاسه شي.
۵ ـ نارینه د خپلې ښځي پیروي وکړي.
۶ ـ او د خپلې مور نافرماني وکړي.
۷ ـ انسان د خپلو ملګرو سره ښه چلند کوي مګر د خپل پلار سره سختي او بد اخلاقي کوي.
۸ ـ په مسجدونو کې شور او ږغونه پورته وی.
۹ ـ د قوم مشر تر ټولو ذلیل سړی وي.
۱۰ ـ د قوم مشر د هغوی تر ټولو بد سړی وي.
۱۱ ـ د سړي درناوی د هغه د شر څخه د ساتنې له پاره کیږي.
۱۲ ـ ډېر خلک شراب څښي.
۱۳ ـ نارینه هم ورېښمیني جامې اغوندي.
۱۴ ـ نڅا کوونکي ښځې او د موسیقي آلات ډېر شي.
۱۵ ـ د امت وروستني خلک پر مخکنیو خلکو لعنت ووايي.
نو دا وخت له سره باد، زلزلې، ځمکي ننه ایستلو، شکلونو بدلېدلو او د ډبرو اورېدو انتظار وکړئ او د هغو نښو انتظار وکړئ چې یو په بل پسی به راځي لکه د هار په شکېدو چي دانې یو په بل پسې دانه دانه کیږي ( ترمذي ، جلد ۲ صفحه ۴۴ ) .
هو درنو لوستونکو، زموږ د پیغمبر علیه السلام هر ارشاد، هر عمل، هر پیغام او هر کلام د ښه ژوند قانون دی. هر نبوي حدیث د دنیا سمون او د عقبا سکون په بر کې لري .
نن موږ ګورو چی همدا پنځلس ګناهونه عام دي. په ظاهره به ښه مسلمان وي خو عملا به ګناهکار وي. د ټولنې روحاني ودانۍ مو سسته سوې او د نړېدو په حال کې ده . علت یې دا دی چی وایو یو څه خو کوو بل څه، یعنې د ګفتار او کردار تر منځ مو واټن ډېر شوی دی او پسې ډېریږي. نو خود به مصیبتونه راباندی نازلیږي او د شیطاني پلانونو په غېږ به ورځو . ښه دا دی چې بیرته شا ته ستانه سو، یعنې عمل مو د خبرو مطابق کړو. بس یوه پاکه اراده او فیصله غواړي.